1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نري رنځ د ناروغانو ډير مېرمني دي

۱۳۹۰ تیر ۷, سه‌شنبه

په کندهارکي د عامي روغتيارياست چارواکي وايي چي، په دغه ولايت کي د نري رنځ په ناروغانو کي د مېرمنو کچه تر نارينه ؤ لوړه ده.

https://p.dw.com/p/11kay
« د ناروغانو عمرونه د ۲۰ او ۴۰ کلنو تر منځ دي»
« د ناروغانو عمرونه د ۲۰ او ۴۰ کلنو تر منځ دي»انځور: DW

په کندهارکي د نري رنځ د کنټرول د ادارې مسؤل ډاکټرمحمدحسين اکرمي په خپلوخبروکي وويل چي دامهال په ياد ولايت کي په سلګونو کسان په دغه وژونکې ناروغۍ اخته دي، چي تر نيمايي زياتي يې مېرمني دي.

نوموړی وايي، تراوسه پوري له دوى سره ١٢٠٣تنه د نري رنځ ناروغان راجسټرسوي دي، چي په دوى کي يي ٦٥سلنه مېرمني دي.

ښاغلی اکرمي زياتوي: « په دغوناروغانوکي٧٠سلنه هغه ناروغان شامل دي چي ددوى عمرونه د٢٠کلنو او٤٠ کلنو ترمنځ دي.»

د اکرمي په خبره « روغتيايي اسانتياوته نه لاس رسى، د معافيتي سيسټم پرتليزه کمزورتيا، په ګڼ ميشتومحفلونوکي ونډه او نورهغه څه دي چي تر نارينه و مېرمني په دغه ناروغۍ ډيري او ژر اخته کيږي

د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د گل کلاچې يوه اوسيدونکۍ بي بي فاطمه وايي چي لور پې په دغه باروغۍ اخته ول خو دوی نه پوهيدل.

« دا له ډيره وخته ناروغه وه، په ستوني کي يې مرغړي راوختل، مسکينان خلګ يو، موږنه په پوهيدو،چي معاينات مو وروکړل راته معلومه سوه چي دا نجلۍ ټي بي ده.»

ډيری ښځي په هغو سیمو کي په ناروغی اخته سوي چي کلينيکونه شتون نه لري
ډيری ښځي په هغو سیمو کي په ناروغی اخته سوي چي کلينيکونه شتون نه لريانځور: AP

د کندهار د عامي روغتيارئيس ډاکټرعبدالقيوم (پخلا)وايي چي ددې وژونکي ناروغۍ د مخنيوي په موخه يي د کندهار په ٣٣روغتيايي مرکزونوکي، د تشخيص او درملني په موخه څانګي پرانيستلي دي اوهيله مند دى، چي په راتلونکي وختونوکي به دغه ناروغي ترډيره مهارکړي.

د عامي روغتيا وزارت د چارواکو په خبره هر کال په افغانستان کي شاوخوا ۴۰۰۰۰ انسانان د نري رنځ په ناروغۍ اخته کيږي چي په هغو کي ۱۸۰۰۰ تنه يې خپل ژوند د لاسه ورکوي.

د روغتيايي چارو کارپوهان په دې اند دي، چي پرښارونو سربيره په کليو او بانډو کي د روغتيايي مرکزونو ډيروالى او په دي لارکي عامه پوهاوى هغه څه دي چي ددغسي وژونکيو ناروغيو په مخنيوي کي ګټورواقع کيدلاى سي.

محمد ابراهيم سپيځلی/ کندهار

کتونکی: نجیب الله زيارمل