1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ځوانانو کې د اعتیاد د زیاتیدو په هکله اندیښنې

خلیل الرحمن امید/ کابل۱۳۹۴ خرداد ۳۱, یکشنبه

افغانستان په داسې حال کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ ولمانځله چې لا هم د دغه هیواد د ځوانانو،‌ ماشومانو او ښځو په منځ کې اعتیاد مخ پر ډیریدو دی او حکومت د هغې د مخنیوي له پاره کومه ځانگړې حل لاره نه لري.

https://p.dw.com/p/1FkT7
انځور: Behrouz Mehri/AFP/Getty Images

له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت چارواکو د څرگندونو له مخې اوسمهال د هیواد په ۱۳۲ ولسوالیو کې کوکنار کرل کیږي. دغه وزارت د مخدره موادو د کمیدو په هکله نهیلی دی او افغانستان اوس هم په نړۍ کې د مخدره توکو د سترو تولیدونکو هیوادونو څخه شمیرل کیږي.

د ښو اجراتو ستایل، د کندهار د کرهنیزو ځمکو پراخوالی او په ټوله کې په کلیو او بانډو کې د کرنې پراختیا، مشروع کښت ته د بزگرانو د هڅولو له پاره د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت پروگرامونه دي.

سلامت عظیمي، د یکشنبې په ورځ د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل چې هغه ولایتونه به وستایل شي‌ چې د قانون په تطبیقیدو او د ښې حکومتولۍ په برخه کې په ښه وضعیت کې قرار ولري: «ټول هغه ولایتونه چې د قانون په نافذیدو، عامه پوهاوي او د نشه يي توکو د کښت د کموالي په برخه کې لاسته راوړنې لري په یاد پروګرام کې شاملیږي.»

د دغه پروګرام له مخې په کال کې هر ولایت ته د پراختیايي پروژو د تطبیقیدو په موخه یو میلیون امریکايي ډالر ورکول کیږي چې امریکا متحده ایالات او بریتانیا یې له اصلي تمویلونکو څخه دي.

د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظمي په داسې حال کې له یادو هیوادونو څخه د بدیل کښت په موخه د مرستو د پراختیا غوښتنه وکړه چې په تېرو دیارلسو کلونو کې بدیل کښت د کوکنارو په کښت کې کموالی نه دی راوستی.

د نشه یی توکو پر ضد د مبارزې وزیرې په خپلو څرگندونو کې وړاندې وویل چې ناامني د کوکنارو له کښت سره مستقیم تړاو لري. دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو جنگي ځواکونو په وتلو سره، په افغانستان کې ناامني ډیره شوې ده او آن هغه ولایتونه چې په تیرو دیارلسوکلونو کې په نسبي توگه له امن څخه برخمن وو، د تاوتریخوالي د ځینو پیښو شاهدان ول. خو میرمن سلامت عظیمي د کوکنارو د کښت د کموالي له پاره کومه حل لاره وړاندې نه کړه.

په نشو د روږدو کسانو په شمیر کې ډیروالی

د افغانستان خلک او حکومت په دغه هیواد کې نشو ته د مخه کوونکو ځوانانو د څپې په هکله اندیښمن دي. سلامت عظمي وویل چې په ۲۰۱۵ کال کې د معتادینو او هغو کسانو شمېر چې په بدن کې یې د مخدره توکو استعمال مثبت ارزول شوی درې نیم میلیونو ته رسیږي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په کال کې یوازې د ۴۰ زرو د په نشو روږدو کسانو د درملنې وړتیا لري.

نوموړې وزیرې په خپلو څرگندونو کې پر دې باندې ټینګار وکړ چې په نشو د روږدو کسانو د مخنیوي له پاره هڅې کیږي.

په عین وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې یوازې ځوانان د نشو قربانیان نه دي، بلکې په وینا یې په وروستیو کلونو کې د میندو او ماشومانو په منځ کې هم دغه شمیر لوړ شوی دی. زیاته شوې ده چې په یو شمیر ولایتونو کې هغه ښځې چې چې په کرکیله کې په کار بوختې وي خپلوماشومانو ته تریاک ورکوي او دغه څه د عمر په زیاتیدو سره د ماشومانو په نشو د روږدي کیدو سبب گرځي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په دې اړه وویل چې د اعتیاد شومې پدیدې نه یوازې ځوان قشر تر خپل اغیز لاندې راوستی دی بلکې په وینا یې په وروستیو وختونو کې تر سره شوو سروې گانو او ارقامو ښوولې ده چې یو شمیر میرمنې او ماشومان هم پر دغه شومه پدیده اخته شوي دي.

د فیروزالدین فیروز په خبره په نشو د روږدو کسانو د درملنې له پاره کافي مرکزونه نه شته او په وینا یې د دغو مرکزو جوړولو ته باید توجه وشي. هغه وویل چې حکومت پر دې قادره نه دی چې آن یوازې د کابل د لارو کوڅو معتادين راټول کړي او د هغوی د تداوۍ زمینه برابره کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب