1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د نفوس شمیر د ټاکنو له پاره حتمي شرط دئ»

۱۳۹۱ خرداد ۲۸, یکشنبه

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د خپل هیواد د راتلونکو ټولټاکنو له پاره د نفوسو ریښتینه شمیرنه ضروري ګڼي، خو د احصایې مرکزي اداره وایي چې دا کار په اوسني وخت کې ممکن نه دئ. (آرشیف انځور)

https://p.dw.com/p/15GiZ
انځور: DW

د افغانستان د مرکزي احصايې اداره وایي چې په اوسنیو شرایطو کې کره سرشمېرنه ناشوني ده. د نوموړې ادارې مشر عبدالرحمان غفوري، وايي چې امنیتي ستونزو په افغانستان کې د کره او دقېقې سرشمېرنې مخه ډب کړې ده:

«سرشمېرنه یو ستر خو اړین کار دئ، لکه څنګه چې ویل کیږي چې د دې کار سرته رسول اسان کار نه دئ باید وپوهیږو چې امنیتي ستونزو ته په کتو سره د افغانستان د نفوس شمیرنه امکان نه لري.»

ښاغلي غفوري وروسته له هغې دا څرګندونې کوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تیرې یکشنبې پر ورځ په افغانستان کې د ټاکنو د روڼتیا پر وړاندې د رایه ورکوونکو نوم لیکنه ستره ننګونه وبلله.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشر په وینا، په هېواد کې د وګړو د کره شمېرې د نشتوالي له امله نه شي کولای ټاکنیزې چارې په سمه توګه سنبال کړي.
ده د مرکزي احصايي له ادارې څخه وغوښتل چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له پاره دې کره او دقېق ارقام د ټاکنو کمېسیون ته ورکړي.

خو د مرکزي احصايي ادارې چارواکي وايي چې په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله کره سرشمېرنه ناشونې ده خو د ټاکنو په مسئله کې د اسانتیا له پاره به د نفوسو اټکلېزې شمېرې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته وسپاري.

د مرکزي احصاییې اداره هر کال د وري په میاشت کې د هېواد د نفوسو اټکلېزه شمېره خپروي چې له همدغو اټکل شوو شمېرو له مخې سږ کال د یو نیم میلیون افغان کوچیانو په ګډون د هېواد د وګړو شمېر نزدې۲۷ میلیونه اټکل شوی دئ.

په دې توګه په ۱۳۹۱ لمریز کال د دې ادارې د اټکلي احصایي له مخې کابل ولایت د ۳۹۵۰۳۰۰ نفوسو په لرلو سره لومړی، هرات ولایت په ۱۷۸۰۰۰۰دویم، ننګرهار ولایت د ۱۴۳۶۰۰۰ دریم، بلخ ولایت د ۱۲۴۵۱۰۰څلورم او کندهار ۱۱۵۱۱۰۰ نفوسو په لرلو سره پنځم ځای لري.

دغه راز، د وګړو د شمېر له پلوه د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ۱۱۸۱۱۰۰، د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې ۱۷۳۸۰۰، د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې ۱۱۴۲۰۰، د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې ۱۱۶۳۰۰ د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ۱۲۶۸۰۰ د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې ۱۷۱۶۰۰ د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې ۱۵۶۳۰۰ د تخار په رستاق ولسوالۍ کې ۱۵۹۴۰۰ د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې ۱۰۴۶۰۰ او د غور په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې ۱۰۸۹۰۰ وګړي ژوند کوي.

د ټاکنو په نوي قانون کې دا خبره شوې ده چې دولت باید مشخصه کړي چې په کوم ولایت کې څومره خلک اوسیږي؟ او آن تردې چې دا هم باید معلومه کړي چې په دغه ولایت کې څومره کسان په شرایطو پوره یعنې د ۱۸ کلنۍ عمر ته رسیدلي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکو ویلي ول چې په تېرو ټاکنو کې د مرکزي احصايي ادارې له خوا ورکړل شوې شمېرو د رایه ورکوونکو له شمېرو سره زیات توپير درلود.

خو د مرکزي احصايي ادارې چارواکي وايي چې اوس ئې د افغانستان په یو شمېر هغو ولایتونو کې چې امنیت ئې ښه دئ یو ډول دیموګرافي، اقتصادي او ټولنیزه سروې پيل کړې ده.

دوی زیاتوي چې په دې یوه میاشتنۍ سروې کې به ترډيره اقتصادي او ټولینزو مسایلو ته پاملرنه وشي او دغه سروې به په کابل، بامیان، بدخشان، پنجشیر، هرات، خوست، بلخ، ننګرهار، غور او دایکنډي ولایتونو کې ترسره شي.

د چارواکو پر وینا په بامیانو ولایت کې په عملي توګه دغه سروې ترسره شوې ده او ډير ژر به په دایکنډي او غور ولایتونو کې هم بشپړه شي.

اسماعیل شاکر/کابل
کتونکی: سید ریاض