1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ننګرهار د بريد پړه داعش په غاړه واخيسته»

عبدالله نظامي / جلال آباد۱۳۹۴ فروردین ۲۹, شنبه

د ننګرهار په ځانمرګي برید کې ۳۳ تنه وژل شوي او ۱۰۵تنه ټپیان شوي دي. دغه برید د جلال اباد ښار په زړه کې دکابل بانک یوې ودانۍ مخې ته شوی دی. یوې ډلې چې ځان په داعش پورې تړلې بولي د برید مسؤلیت منلی دی.

https://p.dw.com/p/1FAS1
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د شنبې د ورځي (د ۲۰۱۵کال د اپريل ۱۸مه) په ګهیځ د جلاب آباد ښار په مخابراتو څلور لاري کې د کابل بانک ودانۍ مخې ته برید خورا خونړی ؤ. دلته مزدوۍ ته ګڼ خلک راوځي او د ګڼې ګونې سیمه ده ځکه نو يي قربانیان ولسي خلک وو.

د ولایتي اداراې ویاند احمد ضیا عبدالزی وايي چي دغه يو ځانمرګی بريد ؤ. هغه زياته کړه: په دې پېښه کي ۳۳ تنه وژل شوي او ۱۰۵ نور ټپیان شوي دي. دغه ټول کسان ولسي خلک دي.»

د ننګرهار دعامې روغتیا ریس ډاکټر نجیب الله کامه وال هم همدومره شمیره یادوي چې په وینا يي کوچني ماشومان او د سړک غاړې مزدورۍ ته ناست بې وسه وګړي هم په کې شامل دي. هغه د آلمان ږغ دويچه وېله ته وويل: «نور هم د زخميانو ارقام مخ په زياتېدو دي. خو تر اوسه د راوړل سوو زخميانو روغتيايي وضعيت ښه دی. وضعيت تر کنټرول لاندي دی.»

ولسي وګړو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې

د جلال اباد دغه برید ولسي وګړي خورا په غوسه کړي او ډیر يي دغه بريد ټولوژنه یادوي. لکه د پيښي ځای ته نژدې د يو دوکان مالک چي وويل:«د کابل بانک سره مخکي هم يوه قضيه پېښه شوې وه او اوس دا نوې پېښه وشوه. دلته هغه کسان ولاړ ول چي خپل معاشونه يې اخيستل او په بانک کي يې نور کارونه درلودل»

د بريد په سيمه کي يو بل ولسي کس چي ډېر په غوسه ؤ، د دغه بريد په ترڅ کي يوه اندازه مسؤليت پر حکومت ور واچاوه. هغه وويل: «دا خو په خپله د حکومت ناغېړي ده چي سم امنيت يې نه ؤ نيولی.»

د «اسلامي دولت» يا پخواني داعش په استازيتوب

د افغانستان د حکومت مخالف وسله والو طالبانو په دې پیښه کې خپل لاس لرل رد کړي او په خپلو ټولنیزو پاڼو يي برید غندلی دی. خو د «خلافت» په نوم یوه ډله چې ځان په اسلامي دولت نومې ډلې داعش پورې تړلې بولي د پیښې مسولیت يې منلی دی. دغې ډلې ادعا کړې چي په دغه بريد کي يې ګڼو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دغه ډلې ویاند شاهدالله شاهد رسنیو ته ویلي چي د برید موخه يي افغان پولیس وو چې له بانکه يي معاشونه ترلاسه کول.

افغان ولسمشر اشرف غني چې په شمالي ولایت بدخشان کې ؤ، ننی برید يې په سختو ټکو وغانده. څو کاله وړاندې د همدغه بانک په ودانۍ کې وسله والو طالبانو هم ګڼ کسان وژلي وو چې هغه مهال پاکستانی بریدګر بیا د پولسو لاس ته ژوندی ورغی او افغان حکومت موده وروسته اعدام کړ.