1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ننګرهار د ملي امنیت پر ودانۍ برید پای ته ورسېد

سيد عبدالله نظامي۱۳۹۳ شهریور ۸, شنبه

د وسله والو په دغه بريد کي ۶ انسانان وژل سوي او ۴۵ نور ژوبل سوي دي. د ياد بريد پړه د افغانستان د دولت مخالفو وسله والو طالبانو په غاړه اخيستې ده.

https://p.dw.com/p/1D40i
انځور: DW

د شنبې (د اګست ۳۰مه) په سهار وختي یو شمیر وسله وال په جلال اباد ښار کې د ملي امنیت ودانۍ ته ننوتل. دا د هغه وروسته چي یوه ملګري یې د موټر بم په وسیله د دغه ریاست د شمالي څنډې په لومړۍ دروازه کې ځانمرګی برید وکړ او نورو بریدګرو ته یې په یوه بله دروازه د ننوتلو لاره پرانیستله.

امنيتي چارواکو په ننګرهار کي د آلمان ږغ خبريال ته ويلي چي برید د سهار په پنځو بجو پيل او تر نهو بجو يې دوام وکړ. د ننګرهار د عامې روغتیا ریس ډاکټر نجیب الله کامه وال دویچه ته وویل چې د پیښې له ځایه ۶ مړي او ۴۵ تنه ټپيان ور وړل شوي دي.

نوموړي زياته کړې چي د ټپيانو له ډلې ۲۶ تنه له دوی سره بستر دي. هغه د مړو او ټپيانو د هویت په اړوند څه ونه ویل خو د ننګرهار د ولایتي ادارې ویاند احمد ضیا عبدالزی وايي برید پای ته رسیدلی خو په سیمه کې پلټنې روانې دي.

عبدالزی وايي چي په دغه وسله وال ډلیز برید کې د ملي امنیت دوه تنه سرتیري وژل شوي او د پنځو نورو سرتیرو په ګډون ۲۶ تنه ټپيان شوي دي. هغه زياته کړه چي د ۶ وژل شوو بریدګرو مړي هم په سیمه کې پراته دي. تر بريد لاندي راغلې ودانۍ چې د ښار په منځ کې ده د شاوخوا کورونو هندارې یې هم ماتې کړي چې ځینې ماشومان پکې ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو د برید مسؤلیت منلی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد رسنيو ته ویلې چي د دوئ ګڼ وسله وال ملګرې په ننګرهار کې د استخباراتو ادارې ته ننوتي او په څو ساعتونو سخته جګړه کې یې د دغه ادارې ډیر شمیر لوړ پوړي اوټیټ پوړي مامورین او سرتیري وژلي دي او ودانۍ یې زیانمنه کړې ده.