1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ننګرهار ناامنۍ ته پاملرنه وکړئ»

حسین سيرت/ کابل۱۳۹۴ دی ۳۰, چهارشنبه

د ننګرهار ولایت یو شمیر اوسیدونکو او مدني فعالانو په کابل کې د پارلمان ودانۍ مخې ته سره راټول شول او له حکومته یې دغه ولايت ته د امنیت په برخه کې د جدي پاملرني غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/1Hh9S
Demo gegen den IS in Kabul
انځور: DW/Zeyarmal Nijibullah

په وروستو ورځو کې په ننګرهار ولایت کې خونړي بریدونه شوي دي. یوازې درې ورځې مخکې یوه ځانمرګي برید کوونکي د قرآن شریف د ختم په مراسمو کې ځان وچاوه او ۱۳ کسان یې ووژل. د جدي میاشتې پر ۲۳مه نېټه هم یاغیانو په جلال آباد ښار کې د پاکستان پر کونسلګرۍ باندې برید وکړ.

له بلې خوا په ننګرهار ولایت کې د افغانستان د بل هر ولایت په پرتله د داعش ډله ډیره فعاله ده. د دې ډلې غړو د روان کال په اوړې کې په ننګرهار ولایت کې خپل فعالیتونه پیل کړل. د دې ډلې غړو په څو پیښو کې د خلکو کورونو ته اور ورته کړ او په داسې کارونو یې لاس پورې کړ چې په افغانستان کې یې ساری نه لاره.

د ختيځ مدني خوځښت غړي میرویس عمرخیل، د چهارشنبې په ورځ د پارلمان په مخ کې وویل: «د مشرقي او ننګرهار خلک سوله غواړي. که مشرقي ناامنه شوه نو ټول افغانستان او بیا په خاصه توګه کابل به هم ناامنه شي. که حکومت د داعش او نورو ډلو پر ضد اقداما و نه کړي نو دا ستونزه به تر دې هم سرته شي او داسې ورځ به راشي چې داعش به له ننګرهار ولایت څخه ځان کابل ته ورسوي.»

افغان حکومت ویلي دي چې داعش په وروستیو میاشتو کې په ننګرهار ولایت کې ډیر تلفات لرلي دي او د دې ډلې فعالیتونه خنثی شوي دي. افغان حکومت د داعش ډلې د ځپلو په موخه ځانګړي ځواکونه جوړ کړي دي چې د دې ډلې ضد عملیات ترسره کوي.

په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلي فعالیتونه د دې سبب شوی چې په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه هم آرام پاتې نه شي. داسې رپوټونه شته چې په څو پیښو کې بهرنیو ځواکونو د داعش پر پټنځایونو باندي هوایي بریدونه کړي دي.

په خپلو لیکو کې د ځوانانو شاملول

د مدني ټولنې غړي او د ننګرهار ولایت اوسیدونکي وایي چې تر اوسه پورې داسې اقدامات نه دي شوي چې داعش پکښې له منځه ولاړ شي. هغوی زیاتوي چې داعش ورځ تر بلې په ننګرهار ولایت کې خپل فعالیتونه پراخوي.

په دې غونډه کې یوه ګډونوال او مدني فعال ارشاد رغاند، وویل چې د ننګرهار ولایت اوسیدونکي اوس په ډیرو بدو شرایطو کې ژوند کوي: «د خلکو ژوند د اندیښنې وړ دی. خلک اړ دی چې ترهګرو ډلو ته باج ورکړي، هغوی ته جنګیالي، ځای او ډوډۍ ورکړي که نه نو نه شي کولای چې په خپلو سیمو کې ژوند وکړي.»

رغاند زیاته کړه چې د ننګرهار ولایت اوسیدونکي د ترهګرو ډلو د ویرې په سیورې کې ژوند کوي، ډېر ښوونځي یې فعاله نه دي، او یا خو هم په دغو ښوونځیو کې د طالبانو او نورو ډولو د امر پر اساس د ملي ګټو ضد مسایل تدریسیږي.

د دې غونډې په پریکړه لیک کې راغلي دي چې د ننګرهار ولایت امنیت ته لږ توجه، کیدای شي چې ناامني د افغانستان نورو برخو ته هم وغځیږي. په پریکړه لیک کې زیاته شوې ده چې که حکومت د ننګرهار ولایت وضعیت ته پام ونه کړي نو خلک به پاڅونونه وکړي.