1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ننګرهار ولايت د مومند درې کډوال له سختو ستونزو سره مخامخ دي

۱۳۸۹ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

هغه افغان کډوال چي په دې وروستيو کي د پيښور د خيبر ايجنسۍ له سيمي د پاکستان حکومت له خوا په زوره شړل سوي د ننګرهار ولايت په مومند دره کي د ژوند له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

https://p.dw.com/p/Qz3b
د مهمند درۍ ولسوال حضرت خان خاکسار هم د خلکو ستونزي مني.
د مهمند درۍ ولسوال حضرت خان خاکسار هم د خلکو ستونزي مني.انځور: AP

دوی د تيرو څو مياشتو په جريان کي له پاکستان څخه را ستانه شوي. دوی وايي اوس مهال د بيلابيلو ستونزو سره مخ دي چي مهمه يي د سرپنا نه درلودل دي.

د دغه راستانه سوو کډوالو يو تن بخت خان المان ږغ راډيو ته وويل:«څو مياشتي وشوي چي موږ دلته راغلي يو. تر اوسه مو هيچا غم و نه خوړو ، دلته پدې يخ ژمي کي تر شنه آسمان لاندي د وړو ماشومانو سره شپي سبا کوو.

يو بل تن اسلام محمد هم نوي را ستون شوي ګډوال دی. هغه وايي دوی په پاکستان کي نږدې 18 کاله تير کړل خو دومره سخته يې نه وه ليدلي لکه د څو مياشتو په تيريدو يې چي دلته وليدل.

«هلته راباندي د پاکستان حکومت ډانګ کيښود تيار کاروبارونه يي راخراب کړل او دلته مو دولت غم نه خوري. خپله پوله پټي هم نه لرو بس د الله (ج) هيلي ته پراته يو.»

د دوي ترڅنګ د مهمند درۍ ولسوال حضرت خان خاکسار هم د خلکو ستونزي مني، او وايي چي څو وار يې د يادو خلکو د ستونزو په اړه له ولايتي چارواکو سره خبري کړي دي. او په نږدي وخت کي به ورته د مرستو لړۍ پيل سي.

د ننګرهار ولايت وياند احمدضيا عبدلزي بيا د همدغه ګډوالو په اړه په ولايت کي د بيلابيلو ادارو په ګډون د ګډي غوڼدي د جوړولو خبر ورکوي او وايي چي دوی د بيلابيلو ادارو په ګډون يوه غونډه رابللي او د دغه کډوالو د ستونزو په اړه يې خبري کړي.

« د دوی د ستونزو په اړه دلته په ولايت کي غونډه وشوه ، والي صاحب لارښونه وکړه چي بايد مرسته ورسره ترسره سي .او انشالله تر راتلونکي اونۍ به د مرستو لړۍ په منظمه توګه پيل سي.»

دغه ګډوال چي شمير يي لسګونو کورنيو ته رسيږي نږدې يوه نيمه مياشت وړاندي د پيښور د لواړګي( لنډي کوتل) له سيمي د سيمه ايزو پوليسو له خوا په زوره شړل شوي .دوی وايي د پوليسو له خوا ورته دوه روځي مهلت ورکړل سو تر څو د لنډي کوتل د سيمي څخه ووزي.

شمعه احمدزۍ/ ننگرهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل