1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ننګرهار پر ګډي پوځي اډې په بريد کي د ناټو عسکر وژل سوی دی

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ دی ۱۴, شنبه

په ننګرهار کي د افغان او بهرنيو ځواکونو پر يوې ګډي پوځي اډې باندي په ځانمرګي بريد او وسله وال يرغل کي د ناټو يو تن عسکر وژل سوی دی. پيښه نن د شنبې په ورځ جلال آباد ته نژدې رامنځته سوې ده.

https://p.dw.com/p/1AlC0
د پوليسو روزنيز مرکز
انځور: picture alliance/AP Photo

د ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ کي د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ مياشتي ۴) د افغان او بهرنيو ځواکونو د ګډي پوځي اډې په دروازه کي لومړی يوه ځانمرګي بريد کوونکي د چاودېدونکو موادو ډک موټر چوولي او پنځو تنو وسله والو بيا تلاښ کړی دی چي اډې ته ننوزي. خو تر اوږده مقاومت وروسته وژل سوي دي.

په افغانستان کي مېشتو ايساف ځواکونو ويلي دي چي د دغه هيواد په ختيځ کي يې يو عسکر وژل سوی دی. خو نور جزييات يې نه دي ورکړي. دوی يوازي دومره ويلي دي چي دغه عسکر د يوې اوږدې وسله والي نښتي په ترڅ کي وژل سوی دی.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «په محلي وخت د سهار پر اتو بجو يوه تن ځانمرګی بريد وکړ او پنځه تنه وسله وال نور په مرميو وويشتل او ووژل سول.»

د پيښي پړه په افغانستان کي وسله والو طالب جنګياليو پر غاړه اخيستې ده. د دغي ډلي يوه وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل سوي پيغام کي ويلي دي چي بريد د دوی له خوا ترسره سوی دی.

دا په داسي حال کي ده چي د روان کال تر پايه پوري به له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووځي او د دغه هيواد امنيتي چار به يوازي پخپله افغان امنيتي ځواک پر غاړه واخلي.

د دغه عيسوي کال په اپريل مياشت کي په پلان کي ده چي د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکني هم ترسره سي. د کارپوهانو په اند د وسله والو ياغيانو دغو بريدونو ته په کتو سره به افغان امنيتي ځواک له سختو ستونزو سره مخامخ وي. خو افغان حکومت وايي چي امنيتي ځواک يې د دې جوګه دی چي ټول امنيت په خپله ټينګ کړي.

ناټو په پلان کي لري چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستا کي يو بل روزنيز ماموريت پيل کړي. دغه ماموريت چي موخه يې د افغان ځواکونو روزل او تجهيزول ده، د کابل او واشنګټن ترمنځ په دوه اړخيز امنیتي تړون پوري تړلی دی.

ناټو وايي، که ولسمشر حامد کرزی دغه تړون لاسليک نه کړي دوی به ماموريت هم پيل نه کړي. خو ولسمشر کرزی وايي چي دغه تړون چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو حضور ته زمينه برابروي د ده راتلونکی ځای ناستی دي يې لاسليک کړي.