1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې څه تیریږي؟

۱۳۹۵ تیر ۸, سه‌شنبه

په کوټ ولسوالۍ کې د دولتي خواکونو او داعش جنګیالیو تر منځ جګړه روانه ده. د ډیر شمر کلیو اوسیدونکي د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي. چارواکي د ملکي تلفاتو شمیر شپږ تنه ښيي خو ځایي خلک بیا وایي چې شمیره تر دې ډیره لوړه ده.

https://p.dw.com/p/1JExh
Kot Nengarhar Afghanistan Menschen fliehen vor dem IS
انځور: DW/O.Deedar

یوه میرمن چې ماشوم یې د هوا د تودوخې له کبله ژاړې، وایي: «خدایه در په در یې کړې. په غم یې ستړي کړې. په سرو ګولیو کې راووتلو. بې کوره یې کړو. همدا جامې مو په تن کې را ایستلي دي.»

دغه میرمن د جګړې له ډګر څخه شاوخوا دوه کیلو متره لیرې، له یو شمیر ماشومانو او نورو میرمنو سره د سړک پر غاړه په یوه کوچني دوکان کې د خپل قسمت پرېکړې ته ناسته ده.

هغه د کوټ ولسوالۍ د سه پای په سیمه کې ناسته ده چیرې چې د داعش وسلوالې ډلې د تیرې جمعې په شپه د سیمه ییزو پولیسو او ځايي پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه کړي وو.

دې سیمې ته په ورتګ سره سوځېدلي او کنډواله کورونه تر سترګو کیږي، او داسې ښکاري چې هیڅ کله هم دلته چا ژوند نه وي کړی. په سیمه کې د ډار او وحشت څپه خوره ده، ځايي خلک د نامعلوم برخلیک پر لور خپلې کډې باروي.

دوی وايي چې داعش ډلې یې ګڼ شمېر کورونه سوځولي، ښځې او ماشومان یې وژلي چې د ځینو مړي یې لا هم د داعش ډلې سره پاتې دي.

نولس کلن حکمتیار چې د جګړو له کبله د خپل کلي پریښودو ته اړ شوی دی، دویچه ویله ته وویل: «یو کور هم روغ نه دی پاتې. ټول له منځه تللي. له دغې غونډۍ لاندې تر زرو کورونه دي. په هغې کې هر څه له منځه تللي. غواګانې، شتمني او هر څه نابوده شوي دي.»

هغه وویل تر هغه وروسته چې د ننګرهار ولایت یو شمیر اوسیدونکو د داعش پر ضد په ولسي پاڅون لاس پورې کړ، نو دغه ډله اوس له سیمه ییزو اوسیدونکو څخه غچ اخلي: «نه ماشوم پرېږدي، نه زنانه پرېږدي، نه لوی پرېږدي او نه واړه.»

د دغه ځای د خلکو د معلوماتو له مخې ګڼ شمېر پاکستاني، عرب، ترکمن او ازبک جنګیالي د داعش په لیکو کې دغې سیمې ته راغلي.

د جګړې لومړۍ کرښه

اوس هم په کوټ ولایت کې جګړه روانه ده. حکومتي ګډ ځواکونه له خپلو چورلکو په ګټې اخستنې سره د داعش وسلوالو پټنځایونه په نښه کوي.

امنیتي چارواکي وايي چې تر دې دمه په دغه جګړه کې نږدې دوه سوه یاغیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. د ننګرهار د امنیې قوماندان جنرال زړور زاهد، د جګړې په لومړۍ کرښه کې دویچه ویله ته وویل: «دوی [د اسلامي دولت ډلې جنګیالي] اوس په تېښته کې دي. مشترک قوتونه د مخکې تګ په حال کې دي.»

د امنیتي چارواکو د وروستیو ارقامو له مخې تر دې دمه په دغه جګړه کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون شپږ ملکي وګړي او اته حکومتي ځواکونه وژل شوي او اتلس نور ټپیان شوي دي. خو ځايي خلک وايي چې د وژل شویو ملکي وګړو شمېر تر دې لوړ دی.