1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ننګرهار څارنوال په بمي برید کې ټپي شوی دی

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ مرداد ۱۳, یکشنبه

په ختیځ ولایت ننګرهار کې د ولایتي څارنوال موټر د سړک د غاړې د ماین قرباني شوی دی. د چارواکو په وینا په دغه چاودنه کې د څارنوال په شمول ۱۶ تنه ټپیان شوي دي. د برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. (آرشیف انځور)

https://p.dw.com/p/19JUi
انځور: REUTERS

د ننګرهار ولایت د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې وویل چې دغه چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د ولایتي څارنوال عبدالقیوم موټر له دغه ځای څخه د تیریدو په حال کې وو.

د عبدالزي په وینا په دغه چاودنه کې چې د ښار په منځ کې رامنځ ته شوې خپله څارنوال عبدالقیوم، د هغه موټروان، څلور ساتونکي او نور لس ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د فرانس پرېس خبري آژانس، د جلال آباد د ملکي روغتون د چارواکو له قوله لیکي چې د بمي چاودنې په ترڅ کې ۱۶ تنه ټپیان په روغتون کې داخل کړل شوي دي چې د څارنوال په شمول د څلورو تنو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.

لا تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. تر دې چاودنې یوه ورځ تر مخه په همدې ښار کې د هند قونسلګرۍ ته څیرمه یو ځانمرګی برید تر سره شو، چې په پایله کې یې نهه تنه ووژل شول او نور پنځه ویشت تنه ټپیان شول. د دغه ځانمرګي برید زیاتره قربانیان هغه ماشومان ول، چې د چاودنې ځای ته څیرمه یې په یوه جومات کې دیني زده کړې کولې.

د رویټرز خبري آژانس د ننګرهار د امنیې قوماندان مرستیال معصوم خان هاشمي له قولي ویلي دي چې دغه بم د ریموټ کنترول په واسطه تر سره شوی دی. د هغه په وینا د برید کوونکو هویت څرګند نه دی.

تر دې دمخه هم پر عبدالقیوم او د هغه پر کورنۍ باندې مرګوني بریدونه تر سره شوي دي. کابو درې میاشتې تر مخه له یوه بریده عبدالقیوم روغ رمټ وتلی وو، خو د هغه ورور په کې وژل شوی وو.

د ملګرو ملتونو د یو تازه رپوټ په حواله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د قضایي او نورو حکومتي تاسیساتو پر وړاندې د بریدونو په کچه کې ۷۶ سلنه ډیروالی راغلی دی.