د ننگرهار امنيه قوماندان په يوه چاودنه کي وژل سوی
۱۳۹۵ شهریور ۲۱, یکشنبهاعلان
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي په جلال آباد کي د دویچه ويله خبريال ته ويلي دي چي امنيه قوماندان جنرال زړور زاهد نن د يکشنبې ورځي (۲۰۱۶م کال د سپتمبر ۱۱مه) ماځيگر وژل شوی دی.
هغه ويلي دي چي جنرال زاهد د دغه ولايت په حصارک ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې وژل شوی.
خوږياڼي ويلي دي چي، ماین په هغه پوسته کې ځای پر ځای شوی وو چې جنرال زاهد يې ليدني ته ورغلی وو. په دغه چاودنه کي جنرال زاهد وژل شوی او د هغه یو ساتونکی ټپي شوی دی.
دا چي په يوه امنيتي پوسته کي څرنگه چاودنه رامنځ ته شوې؟ خوږیاڼي يې د څرنگوالي په اړه نور مالومات ور نه کړل.
تر اوسه پوري لا کومي وسله والي ډلي په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه يې هم د بريد پړه پرغاړه اخيستې ده.