1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ننگرهار په نا امنيو کي څلور ډلي لاس لري»

۱۳۹۱ مهر ۲۴, دوشنبه

د افغان حکومت د یوه تحقیق پایلي ښيي چې په ننګرهار ولایت کي څلور وسله والي ډلي د نا امنۍ په رامنځته کولو کي ښکېلي دي.(انځور له ارشيف نه)

https://p.dw.com/p/16PzZ
انځور: picture-alliance/Photoshot

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وایي، چي د وسلو او مخدره موادو قاچاق وړونکي، چې ویل کیږي په کابل او ننګرهار کې د ځینو حکومتي چارواکو ملاتړ هم ورسره دئ په دې تلاښ کي دي، دغه مهم ولایت نا امنه کړي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال عبدالرحمان چې د یوه پلاوي په مشرۍ د ننګرهارولايت د امنیت د څېړلو له پاره دغه ولایت ته تللی وو، نن دوشنبه(۲۰۱۲ کال د اکتوبر۱۵) په کابل کي ويلي دي، چي یو شمیر سیمه ييز چارواکي هم د ناقانونه وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

جنرال رحمان وایي، چي خلک په ننګرهار کي له غلاوو، شکونو، لوټماریو او بې مورده وهل ټکولو څخه ستومانه شوي دي او باید ژر تر ژره د دغه ولایت غم وخوړل شي:

«د ننګرهار ځیني چارواکي له دغو څلورو ډلو سره چي نومونه ئې نه اخلم د خپلو شخصي ګټو له پاره د دغه ولايت امنیتي وضعيت ګډ وډوي، دا چې د ننګرهار امنیتي چارواکي ولي د هغوی مخه نه نیسي دا خپله یوه پوښتنه ده خو په اصل کې دا د دوی بې کفایتي ښيي.»

د جنرال رحمان په خبره، دوی له پاکستان سره په دغه ګاونډي ولایت کي په کافي شمیر پولیس، ملي پوځ او د ملي امنیت سرتیري لري او دا بهانه بې ځايه ده چي گويا هلته امنیتي پرسونل په کافي اندازه نسته.

هغه وویل، چي د ننګرهار امنيتي وضعيت د افغانستان د ډیرو سیمو په پرتله ښه دئ. خو ناقانونه وسله وال په رڼا ورځ په موټرو کي پکښي تګ را تګ کوي. دلته سيمه ييزه اداره کمزورې ده:

«د ننګرهار ولایتي اداره بايد له دغه ځواک څخه گټه واخلي، که ملي پولیس دي يا ملي اردو او یا هم ملي امنیتي ځواکونه او یا سیمه يیز پولیس د دغو ټولو واک له ولايتي ادارې سره دئ، دوي چې له خپل دغه واک څخه ګټه نه شي پورته کولای یا قوانین نه شي پلي کولای دا د دوی کمزوري ده او باید له خپلي دندي استعفا وکړي.»

د ننګرهار ولایت د امنيتي وضعيت په اړه په داسي حال کي اندیښني زياتي شوي دي، چې څه موده دمخه د دغه ولایت قومي مشرانو په کابل کې د یوې غونډي پرمهال یوازي په جلال آباد ښار کي د شاوخوا دوه زره ناقانونه توپک والو د شتون خبر ورکړ.

هغوی ګواښ وکړ، چي دغه غير قانوني وسله وال د ولایت او ټول ختیځ امنیت ته لوی ګواښ دئ اوکه ئې مخه و نه نیول شي وروسته به ئې ليري کول ګران کار وي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل