1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ننگرهار په چاودنه کي ۹ تنه وژل سوي دي

۱۳۹۰ اسفند ۸, دوشنبه

د ننگرهار ولایت په هوایي ډگر کې یوه ځانمرگي برید لږ تر لږه ۹ تنه وژلي او تر ۱۲ نور ډیر ئې ټپیان کړي دي. د پيښي پړه طالبانو پر غاړه اخيستې ده.

https://p.dw.com/p/14AX9
انځور: AP

تیره اونۍ د بگرام په پوځي اډه کې د قرآن شریف تر سوځولو وروسته په افغانستان کې لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل چې شاوخوا ۳۲ تنه پکښې وژل شوي دي.

تر اوسه پوري په رسمي ډول داسې نخښې نښانې نه لیدل کیږي چې د نن ورځي ځانمرگی برید دي هم له دغو پيښو سره تړاو ولري. خو طالبانو د ننگرهار د برید پړه پر غاړه اخیستې ده او ویلي ئې دي چې دا کار ئې د قران شریف د سوځولو د غچ اخیستنې په توگه تر سره کړی دئ.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې په دغه ځانمرگي برید کې ۱۲ تنه ملکي کسان او سرتیري ټپیان شوي هم دي. خبر پاڼه زیاتوي چې نوموړی برید د هوایي ډگر په دروازه کې تر سره شوی دئ.

د ننگرهار ولایت د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي ویلي دي: «شپږ تنه افغان ملکي وگړي، دوه تنه امنیتي ساتونکي او يو تن د ملي اردو سرتیری په دغه چاودنه کې وژل شوي دئ.»

هغه زیاته کړې ده چې ځانمرگي برید کوونکي د چادویدونکو توکو ډک موټر د هوایي ډگر له دروازی سره جنگولی دئ چې له امله ئې ملکي کسان هم ټپیان شوي دي.

په ننگرهار ولایت کې د ناټو ځواکونو ویاند ویلي دي چې دغه برید د هوايي ډگر د دننې برخې ته کوم زیان نه دئ اړولی. د ننگرهار له هوايي ډگر څخه د ايساف ځواکونه کار اخلي.

په کابل کې د متحده ایالاتو سفیر راین کروکر د CNN تلویزوني شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې د تاو تریخوالي کچه ډیره لوړه شوې ده او حالت باید بیرته د آرامۍ پر لور را وگرځول شي.

هغه په خپله دغه مرکه کې زیاته کړې ده چې اوس هغه وخت نه دئ چې سړی له خپلو برياو څخه خبري وکړي.

د هغه په وینا دوی باید خپلي هلي ځلي دوه برابره کړي او داسي شرایط برابر کړل شي چې د القاعدې د بیرته راگرځیدو چانس نه وي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل