1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نهري سراج په چاودنه کي ۱۴ ملکيان وژل سوي

۱۳۸۹ دی ۹, پنجشنبه

د هلمند د ولايت وياند، داؤد احمدي په خبره پيښه نن سهار د اتو بجو په شا او خوا کي د ګرشګ ولسوالۍ په مربوطاتو کي د نهري سراج د سيمي د سنګين په دوراهي کي را منځ ته سوه چي د سړک د غاړي يو ماين يو ميني بس والوزاوه.

https://p.dw.com/p/QlMV
د افغانانو د پاره ۲۰۱۰ کال تر بل هر وخت خونړی و
د افغانانو د پاره ۲۰۱۰ کال تر بل هر وخت خونړی وانځور: Karlos Zurutuza

د احمدي په خبره لومړني معلوماتو ښيي چي 14 تنه مړه او 4 نور ټپيان کړي.

احمدي طالبان د دغي حملې مسوول وګنل او وويل چي « هغوی د هلمند په ولايت کي د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړي او اوس په داسي پټو حملو لاس پوري کوي.

هغه يادونه وکړه چي په ميني بس کي ټول سپرلي ملکي خلک ؤ چي د ګرشک څخه د سنګين ولسوالۍ ته تلل، پيښه د «سنګين په دوراهي» کي رامنځ ته سوه.

سنګين د افغانستان د رواني جګړې يو تر ټولو خونړی ټاټوبی دی. د افغانستان په جګړه کي بريتانوي سرتيرو ته په دغه ولسوالي کي تر بل هر ځاي زياته مرک ژوبله اوښتې ده.

هغوي په وروستيو مياشتو کي د سنګين ولسوالۍ امينتي چاري امريکايي پوځيانو ته وسپارلې.

سنګين د ترياکو د سوداګرۍ مرکز او په عين وخت د کښت او زراعت له لحاظه د هلمند له ډيرو شتمنو ولسواليو څخه شميرل کيږي.

هلمند د افغانستان تر ټولو نارکرار ولايت بلل کيږي. که څه هم په مارجه او نادي علي کي چي د طالبانو مرکزونه ګنل کيدل، د هغوی له شتون څخه پاک سوي، خو د هلمند والي وياند دا ومنله چي لا تراوسه د هلمند په شمال کي ځيني سيمه سته چي د «حکومت تر کنترول» لاندي نه دي.

احمدي وويل: «موږ په ځينو ولسواليو لکه سنګين، موسي قلعه او باغران کي لا تر اوسه ستونزي لرو.» هغه يادونه وکړه، خو په ځينو نورو ولسواليو لکه مارجه او خان نشين چي د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه 180 کيلو متره ليري پرته ده، د حکومت تينګ کنترول وجود لري.

هغه وويل چي د حکومت مامورين حتي د «مرکز او ددې سيمو تر منځ د ځمکي لاري تګ او راتګ کوي.»

په افغانستان کي 2010 کال، تر بل هر وخت خونړی ؤ. د ملګرو ملتو د معلوماتو له مخه د دغه کال په لومړيو لسو مياشتو کي د ملکي خلکو د مرګ ژوبلو شمير 3803 ته ورسيد، چي په دې جمله کي 2412 کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دغه شمير د 2009 کاله په پرتله د ملکي خلکو په مرګ ژوبلو کي په سلو کي 20 زياتوالی ښيي.

عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل