1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نه ادغام په صورت کې له مهاجرو سره مرستې کمیږي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ بهمن ۱۲, دوشنبه

د آلمان د کار او ټولنیزو چارو وزیره غواړي د هغو مهاجرو سره مرستې کمې کړي چې په آلماني ټولنه کې د مدغم کیدو کوښښ نه کوي. د هغې په خبره هغه مهاجر چې آلمان یې ملاتړ کوي باید د دغه هیواد قانون او ارزښتونه هم مراعت کړي.

https://p.dw.com/p/1HmyS
انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz

د آلمان د کار او ټولنیزو چارو وزیرې آندریا ناهلس، فرانکفورتر آلگماینه ورځپاڼې د میلمه یادداشت برخې د دوشنبې ورځې (د فروري میاشې اوله) په گڼه کې غوښتنه کړی چې له هغو پناه غوښتونکو سره دې مرستې کمې شي، کوم چې په آلماني ټولنه کې د ورگډیدو په برخه کې کوښښ نه کوي.

نوموړۍ چې د آلمان د سوسیال دیموکرات گوند پورې اړه لري په خپله دغه مقاله کې لیکلي دي: «هغه کسان چې آلمان ته یې پناه راوړی ده او اراده لري چې په دې هیواد کې یو نوی ژوند پیل کړي، باید زمونږ قوانین او ارزښتنونه هم مراعت کړي.»

د آلمان د کار او ټولنیزو چارو د وزیر په اند آلمان نشي کولی چې له یو داسې مهاجر سره چې له ځان څخه هیڅ ډول حرکت نه ښکاره کوي مرسته وکړي: «هغه کسان چې د مرستې غوښتونکي دي باید د ټولنې د نورو غړو په څیر خپل ټول ځواک او توانمندي په کار واچوي.»

په آلمان کې مهاجرو ته مناسبې مسلکي زده کړی

د دغې مقالې پر بنسټ ناهلس د خپل وزارت کارکونکو ته دنده سپارلې چې په ټولنه کې د مهاجرو د ورگډو څخه د ملاتړ قانون اړونده لایحه جوړه او د آلمان د کابیني غړو ته یې د رای گیرۍ له پاره واستوي.

د هاهلس په اند د دا ډول قانون تصویبیدل به د بوروکراتیکو خنډونو د لیري کیدو سبب شي او د هغو ډیرو اقداماتو له پاره به بودیجه برابره کړي چې د مهاجرو په ټولنه کې د ورگډیدو په برخه کې پورته کیږي.

د آلمان د کار او ټولنیزو چارو وزیرې په خپله مقاله کې واضحه کړی ده چې دا تمه نه یوازې له کډوالو، بلکې له هغو مهاجرو څخه هم لري چې د اروپایې اتحادیې د نورو هیوادونو تابعیت لري او په آلمان کې اوسیږي.

د ناهلس په اند د اروپایې اتحادیې د غرړو هیوادونو ټول اتباع دا حق لري چې د خپلې خوښې په هیواد کې ژوند وکړي، خو باید پر خپلو پښو ودریږي او په آلمان کې د ټولنیزو مرستو ترلاسه کولو په کوښښ کې نه وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب