1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نه منل سوو پناه غوښتونکو د بيرته ژر ايستلو غوښتنه

۱۳۹۴ دی ۲۹, سه‌شنبه

د آلمان حکومت غواړي چي د مراکش او الجزاير پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو پروسه چټکه کړي. د آلمان د کورنيو چارو وزارت د مهاجرو فدرالي ادارې ته لار ښوونه کړې ده چي د مراکش او الجزاير پناه غوښتونکو دوسيو ته لومړيتوب ورکړي.

https://p.dw.com/p/1Hg1Z
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hitij

د آلمان بايرن او بادن ويورتمبېرګ ايالتونو تر مخه لا د الجزاير او مراکش پناه غوښتونکو په داسي کمپونو کي راغونډول، چي د بېرته لېږد په انتظار پناه غوښتونکي پکښي ساتل کيږي. دغه کسان تر هغه وخت پوري په دغو ځانګړو کمپونو کي ساتل کيږي، څو د پناه غوښتني پر دوسيې يې حتمي پريکړه کيږي.

په دې توګه سره نو د آلمان حکومت د هغو غوښتنو پر وړاندي غبرګون ښيي، چي له مراکش او الجزاير څخه د راغلو غير مستحقو پناه غوښتونکو پر وړاندي د اقداماتو په تړاو دي.

په زیاته بيا محافظه پال سياستوال له څو ورځو راهيسي غوښتنه کوي چي دغه دواړه هیوادونه دي په خوندي هيوادونه کي وشمېرل سي. دغه غوښتنه د آلمان د ائتلافي حکومت د سوسيال ديموکراټ ګوند او په همدې راز د مسيحي ديموکراټ ګوند سياستوالو کړې ده.

خو د آلمان حکومتي وياند شتېفن زايبرت، د مراکش او الجزاير د خوندي هيوادونو په درجه کي د راوستلو غوښتنو ته په اشاره سره وويل: «په عمومي توګه هر هيواد مکلف دی چي خپل وگړي بيرته ومني. د دې له پاره د اضافي او ځانګړو تړونونو او د درجه بندۍ اړتيا نسته. خو موږ بايد له اروپايي شريکانو سره پر دې اړه خبري وکړو، چي آيا دا ډول درجه بندي ته اړتيا سته که څنګه؟»

د خوندي هيوادونو په ليسټ کي د مراکش او الجزاير شاملول بايد د آلمان پارلمان او فدرالي ايالتونو د گډي شورا له خوا تصويب سي. خو په شورا کي د دغه تصويب له پاره د آلمان د زرغون ګوند رايي هم په کار دي، چي د دغه ګوند رئيس جېم اوزديمير، دغه نوې درجه بندي ردوي. هغه وايي چي که مراکش او الجزاير د خوندي هيوادونو په ليست کي شامل هم سي، اصلي ستونزه به پر ځای پاته وي چي هغه د دغو هيوادونو له خوا د خپلو وگړو د نه منلو ستونزه ده.

د مراکش او الجزاير د پناه غوښتونکو په تړاو په داسي حال کي تاوده بحثونه روان دي، چي په ۲۰۱۵م کال له دغو هيوادونو څخه د راغلو پناه غوښتونکو په شمېر کي د تېر کال په پرتله ډېرښت راغلی.

که څه چي د دغو هيواد څخه د راغلو پناه غوښتونکو شمېر د نورو هيوادونو په پرتله يو پر لسم لا هم نه راځي، خو له هغه وروسته چي د نوي کال په شپه د ښځو زهيرونکو زياترو نارينه وو تړاو له دغو هيوادونو څخه وبلل سو، د مراکش او الجزاير د کډوالو په تړاو بحث تود سو.

زيات وختونه کله چي پناه غوښتونکو خپل اسناد يا خو غورځولي وي او يا يې د نورو هيوادونو جعلي اسناد جوړ کړي وي، نو په آلمان کي د اړونده هيوادونو سفارتونه هغه خپل اتباع نه مني. په داسي مواردو کي د پناه غوښتني تر ردېدو وروسته د بېرته لېږد پروسه له ځنډ سره مخامخ کيږي.

خو د آلمان د کورني چارو وزارت وياند توبياس پلاته، وايي چي د مراکش او الجزاير سفارتونو سره په دې تړاو خبري سوي دي. هغه وايي: «اوس خبري اتري له دواړو اړخونو ډېري رغونکونکي دي. په دې کي دواړه اړخونه مهم وي. خو اوس د پخوا په پرتله د دواړو اړخونو خبري رغونکي دي.»

په داسي حال کي چي د آلمان د اقتصادي چارو وزير او صدراعظمي مرستيال زيګمار ګابريل ويلي ول چي که د شمالي افريقا هيوادونه خپل اتباع بېرته ونه مني، نو آلمان ښايي ورسره اقتصادي همکاري ودروي. خو يو شمېر نور آلماني سياستوال بيا وايي چي بايد يو داسي حل راوايستل سي چي د دغو هيوادونو پر ټيکاؤ منفي اغېز ونه لري. ولي چي په داسي يو صورت کي به له دغو هيوادونو لا زيات انسانان آلمان ته مخه کړي.