1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د نوبل جایزې برما ته د نړۍ پام واړوه»

۱۳۹۱ خرداد ۲۷, شنبه

د برما د دموکراسي فعالي اونګ سان سوچي، په اوسلو کې د خپلې د نوبل د جایزې د ګتلو رسمي بیانیه ورکړه. هغې دا بیانیه د جایزې تر ګټلو ۲۱ کاله وروسته ورکړه.

https://p.dw.com/p/15GRh
انځور: Reuters

که څه هم ۲۱ کاله ځنډ راغی، خو بیا هم د نوبل د سولې د جایزې کمیټه په دې وتوانیده چې پخپله سان سو چي، په ۱۹۹۱ کال کې د نوبل د سولې د جایزې د ګټلو بیانیه اوس ورکړي. هغه وخت چې سان سو چي ته د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوې وه، هغه پخپل هیواد کې کلا بنده وه.‎

سانسوچې پخپله بیانیه کې وویل چې د نوبل جایزې په برما کې د دموکراسي له پاره مبارزې ته د نړۍ پام راګرځولی وو. سان سو چي پخپله بیانیه کې د برما په شمال شرقي سیمو کې تاوتریخوالي ته اشاره وکړه او ویویل چې په توله نړۍ کې باید د دموکراسي او بشري حقونو له پاره مبارزه وشي:

«ډیر وخت له ما څخه پوښتنه کیږي چې ولي په برما کې د دموکراسي له پاره مبارزه کوم... زه ځکه دا کار تر سره کوم چې باور لرم په نړۍ کې د دموکراسي د پلې کیدو له لارې بشري حقونه خوندي کیدای شي.»

سان سو چي همدا راز د خپل هیواد پر حکومت باندې غږ وکړ چې نور سیاسي بندیان هم ازاد کړي. هغې په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې څخه هم مرسته وغوښته.

کله چې په ۱۹۹۱ کال کې سان سو چي ته د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه، د برما د هغه وخت حکومت دې ته اوسلو ته د ورتګ اجازه ورکړې وه، خو پخپله سان سو چي د دې کار له تر سره کولو څخه ډډه وکړه، ځکه چې هغې ویره درلوده چې بیرته به برما ته د تلو اجازه تر لاسه نه کړي.

سان سو چي د خپل ژوند شاوخوا ۲۵ کاله په کلا بندۍ کی تیر کړل. په ۲۰۱۰ کال کې هغه له کلا بندۍ آزاده شوه. او په ۲۰۱۲ کال کې هغې د خپل هیواد پارلمان ته لاره پیدا کړه.

په ۲۰۱۲ کال کې په برما کې تر پارلماني ټاکنو وروسته د دموکراسي په لور یو حرکت رامنځ ته شوی دئ. له همدې کبله نړیوالې ټولنې پر دې هیواد باندې لگول شوي یو شمیر بندیزونه هم لیري کړي دي. خو لا اوس هم په برما کې ډیرې ستونز شتون لري.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض