1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل د ادبي جايزې وړونکي پموک آلمان ته خپل سفر وځنډاوه

۱۳۸۵ بهمن ۱۱, چهارشنبه

د نوبل د ادبي جايزې گټونکی ترکي ليکوال اورهان پموک آلمان ته خپل سفر ځنډولای دی. دغه پرېکړه ده د گواښونو په نتيجه کې وکړه چې ناسيوناليستي ترکانو ورته کړي وو.

https://p.dw.com/p/DKK1
ترکي ليکوال اورهان پموک
ترکي ليکوال اورهان پموکانځور: AP
اصلا پموک غوښتل چې دغه اونۍ آلمان ته راشي. د پموک نه راتگ د ده د کتابونو خپرونکې موسسې هم تائيد کړی دی. ټاکل شوې وه چې پموک به د جمعې په ورځ د آلمان د پلازمېنې برلين په آزاد پوهنتون کې افتخاري دوکتورا تر لاسه کړي. د کولن ښار د یوې ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي دي چې ترکي ناسيونالستانو د يوه ترکي او ارمني خبريال هرنت دينک وژنې ته هم اشاره کړې وه.