1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل د سولي سږنۍ جايزه د فنلنډ پخواني جمهوررييس ته ورکړل سوه

۱۳۸۷ آذر ۲۰, چهارشنبه

په اوسلو کي د نوبل د جايزې کميټه وايي چي مارتي آتي ساري، ته پدې خاطر جايزه ورکول سوه، چي ده کلونه کلونه د سولي د مامور او منځګړي په حيث نه ستړي کېدونکي زحمتونه کښلي دي.

https://p.dw.com/p/GD8u
د فنلنډ پخوانی جمهوررييس مارتي آتي ساري د سږکال د نوبل د سولي په جايزې ووياړل سو
د فنلنډ پخوانی جمهوررييس مارتي آتي ساري د سږکال د نوبل د سولي په جايزې ووياړل سوانځور: AP

دا د2008 عيسوي کال د فبرورۍ اوايلي وې . مارتي آتي ساري په بلګراد کښي د کوزوو د شخړي د حل په باب چه وروسته دده په نامه ياد سو ، يو پلان معرفي کۍ ، او په همدې وخت کي دده څخه يوې ژورنالسټي پوښتنه وکړه ، چي آيا ستړی سوی نه يې ؟ ده په جواب کښي ورته وويل : «پوهيږې چه زه په راتلونکي دوبي کښي د70 کالو کيږم . که زه مايوسه وای نو دوخته به لا د مريضانو په چوکۍ کښي ناست وای . داسي ژر زه نه مايوسه کيږم . عمومي منشي ماته وظيف راسپارلې ده ، او هغه زه سرته رسوم . نور بيا خپل کارونه سرته رسوي .»

دصربانواوکوزوو البانيانو د قضيې د سوله ايز حل دپاره آتي ساري ډير کوښښ وکۍ .تقريباً يونيم کال ددواړو خواوو استازو په ويانا کښي معامله او خبري اتري سره وکړې . آتي ساري ددوی خبري اوريدلې ، او د منځګړي په حيث يې خپل پيشنهادونه هم ورته کول . خو دغه ټول کوښښونه په آخره کي بې نتيجې سول .

بلاخره آتي ساري د ملګرو ملتوعمومي منشي د ورسپارل سوی ماموريت په چوکاټ کي پدې شروع وکړه ، چه د کوزوو د قضيې د حل د لارو چارو طرحه وليکي . يعني د بين امللي څارني د ماموريت يو بېطرفانه ډول ، چه په هغه کي به د اقليتو ډيره حمايه او حفاظه شامله وي .

خو د امنيت شورا دغه پلان هيڅ ونه مانه ،ځکه چه روسېې ددې دمخه د خپلي ويټو اعلام کړی ؤ . ددې په مقابل کي ددغه عيسوي کال د فبرورۍ په مياشت کښي د کوزوو آلبانيايانو د خپل يو طرفه دولت د جوړولو اعلام وکۍ . د کوزوو د مستقل دولت لمړنی صدراعظم هاشم تاچي تعين سو .

د هغه راهيسي په کوزوو کښي ډير څه تغير ندي کړي . د جون په مياشت کي يې خپل اساسي قانون تصويب کۍ ، چه هغه هم د آتي ساري د پلان مطابق ؤ .

په نتيجه کي بايد اصلاًپه پريشتينا کي د 1999 کال راهيسي د ملګرو ملتو تر قوماندې لاندي اداره خپله وظيفه د کوزوو حکومت او په کوزوو کي د اروپايي ټولني نوروو مؤسسو ته وسپاري . خو صربستان اوس هم په کوزوو کي د اروپايي ټولني د ماموريت سره مخالفت کوي ، او وايي چي دغه کار بايد د ملګرو ملتود پريکړه ليک د لاري تنظيم سي.

پدې ډول نو اساسي شخړه د پخوا په ډول اوس هم نده حل سوې. او د کوزوو په شمال کښي صربي سياست مداران لږ تر لږه د اوس دپاره مارتي آتي ساري ته د نوبل د جايزې په ورکولو باندي خوشاله ندي.