1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تاريخ

د نوبل د سولي سږنۍ جایزه د کولمبیا ولسشمر وگټله

۱۳۹۵ مهر ۱۶, جمعه

د نوبل د جایزو هيئت اعلان وکړ چې د ۲۰۱۶م کال د نوبل د سولې جایزه د کولمبیا ولسمشر، خوان مانوئل سانتوس، ته په خپل هیواد کې د سولې د هڅو په خاطر ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/2R00E
Kolumbien Pressekonferenz vom Präsidenten Santos
انځور: picture-alliance/dpa/M. Duenas Castaneda

د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د نوبل د جایزو کمیتې نن (جمعه د ۲۰۱۶م کال د اوکتوبر۷مه) اعلان وکړ چې د کولمبیا ولسمشر خوان مانوئل سانتوس، ته چې «ټینگه اراده لري په خپل هیواد کې څه د پاسه ۵۰ کلنې کورنې جگړې ته د پاي تکې کیږدي» د نوبل د سولې جایزه ورکوله کیږي.

نوموړې کمیتې په خپله وینا پاڼه کې ويلي دي: «ولسمشر سانتوس د هغو خبرو اترو نوښت وکړ چې په نتیجه کې یې د کولمبیا د حکومت او د «فارک» د یاغیانو تر منځ د سولي یو تړون لاس لیک شوو. هغه له پیل څخه اراده لرله چې د سولې خبري اتري یوې نتېجې ته ورسوي.»

«فارک»  د «کولمبیا د انقلابي وسله وال ځواکونو» د هسپانوي ژبه مخفف دي. دغو ځواکونو له کابو نیمې پیړې راهيسي د حکومت پرضد جگړه وکړه. له څو کلونو راهيسي د هغوی او حکومت ترمنځ د سولې خبري اتري وشوې چې څو ورځي مخکي يې ترمنځ د سولې تړون لاس لیک شوو.

د نوبل جایزې کمیتې  یادونه وکړه چې دغه ستره نړیواله جایزه په عین وخت کې د کولمبیا خلکو ته د درناوي معنا لري چې په سوله کې يې پراخه ونډه واخیستله. دغه راز دا جایزه د جگړې د بی شمېره قربانیانو د استازو څخه همه د درناوي په خاطر ده چې د خپلو درد او رنځ سره سره یې دغې سولې ته هرکلی ووایه.

د کولمبیا کورنۍ جگړه د عصري زمانې یوه ډيره خونړۍ او اوږده جگړه وه چې په نتیجه یې ۲۲۰ زرو کولمبیایانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او څه د پاسه شپږ ميلیونه خلک  له خپلو کورونو او تاټوبو څخه بې ځایه شول.

د کولمبیا واکمن ولسمشر، سانتوس اعلان کړی چې د تیرې یکشنبی په ورځ  په یوه ټولپوښتنه کې له «فارک» سره د سولي تړون د ردولو سره سره، هغه به له خپلې ټینگې ارادې چې په خپل هیواد کې د جگړې ټغر ټول کړي، هیڅکله مخ وا نه اړوي. 

د نوبل د سولې سږنې جایزې ته په ټولیزه توگه ۳۷۶ کسان نومول شوي ول.

دغه جایزه تقریباً۹۳۰ زره ډالر ارزښت لري چې بنسټ یې د سویډني صنعتگر او د داینمیت مخترع «الفرد نوبل» له خوا ایښودل شوی دی. په همدې وجه د سولۍ او دغه راز د مدني ژوند او علمي څېړنو په اړه  دغه جایزې ټولې د «نوبل» په نامه یادیږي.

تیر کال د نوبل د سولي جايزه د تونس د ملي دیالوگ څلور اړخیزې ډلې یعنې د صنفي اتحادیو، کارگري سازمانونو، بشري حقونو ډلو او مدافع وکيلانو ته ورکړل شوه.

اړوند مطالب