1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل د طب جايزه د مغزو درو ډاکټرانو ته ورکول کيږي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مهر ۱۴, دوشنبه

د نوبل د طب جايزه امريکايي جان اوکيف او دوو ناروېژي می-بريت موزر او ايدوارد موزر ته ورکول کيږي. دوی ته دغه جايزه د مغز په برخه کي د پراخو تحقيقاتو په خاطر ورکول کيږي.

https://p.dw.com/p/1DQLe
انځور: GettyImages/Jonathan Nackstrand

لکه څرنگه چي په ستاکهلم کي د کارولينسکا- انستيتوت اعلان کړی دی دغه جازه هغو درو تنو محققانو ته ورکول کيږي چي په مغز کي ئې د هغو سلولو په اړه تحقيق کړی دی چي د تمرکز سيستم جوړوي.

د دغي جايزې نيم ئې امریکايي جان اوکيف او نيم ئې ناروېږي مېړه او ماينې ايدوارد موزر او می-بريت موزر ته ورکول کيږي.

د نوبل د طب جايزه په سنتی ډول د نوبل د نورو جايزو ترمخه اعلانيږي. سبا به د نوبل د فيزيک جايزه اعلان سي او بل سبا به د کيميا.

د نوبل د سولي جايزه به په اسلو کي اعلان سي

د نوبل د سولي جايزې ته چي په پلان کي ده د جمعې په ورځ به د ناروې په پلازمېنه اسلو کي اعلان سي په ډېري بې صبرۍ سره تمه کيږي. د راتلونکي دوشنبې په ورځ به د نوبل د اقتصاد جايزه اعلان سي.

د راتلونکي پنجشنې په ورځ به د نوبل د ادبياتو جايزې گټونکی اعلان سي. داسي ښکاري چي د ۲۰۱۴ کال د ادبياتو جايزه به د سپيني روسيې يوې ليکوالي سويتلانا الکسيويچ يا کينيايي نوگي واتينگو ته ورکړل سي.

هر کال د الفريد نوبل د مړيني په ورځ چي د اکتوبر مياشتي ۱۰ نېټه کيږي د هري جايزې پر سر تقريباً ۸۷۸۰۰۰ اويرو يا اته ميلونه کروڼه مصرفيږي.