1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل د طب جایزې گټونکي هم معلوم شول

۱۳۹۴ مهر ۱۳, دوشنبه

د نوبل د طب یا فیزیولوژي سږنۍ جایزه درو ساینس پوهانو کمپبیل، اومورا او تو ته ورکول کیږي. کمپبیل او امورا د گردو پرازیتي چینجیو او یویو تو، ته د ملاریا سره د مبارزې په برخه کې د پرمختگ له کبله دغه جایزه ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/1Giti
انځور: J. Nackstrand/AFP/Getty Images

په ستاکهلم کې د کارولیسنکا - انستیتیوت د خبر له مخې د نوبل د طب سږنې جایزه د درو ساینسپوهانو په برخه شوې ده. نوموړي انستیتوت وویل چې د نوبل د طب د جایزې نیمايي برخه چینايي ساینس پوهې، یویو تو ته ورکوله کیږي. پاتې نیمایی برخه په آیرلند کې زیږدلي ولیام سي کمپبیل او جاپاني ساتوشي اومورا تر منځ ویشل کیږي.

د کارولینسکا - انستیتیوت په وینا پاڼه کې راغلي دي چې د پارازیتونو له امله رامنځ شوو ناروغيو باندې په خاصه توگه د نړۍ بې وزلي خلک اخته کیږي: «د سږني کال د جایزې گټونکو هغو درملنو ته وده ورکړه چې د تباه کونکو پرازیتي ناروغیو په تداوۍ کې یو ستر انقلاب راوستی دی.»

«قوي اغیز لرونکي مواد»

کمپبل او اومورا په دې برخه کې د «اورمیکتین» په نامه یوه اغیزمنه ماده جوړه کړې ده. د نوموړي انستیتوت د وینا له مخې له دغې مادې څخه جوړ شوي درمل کولای شي چې د ړوندوالی یو ډول ناروغي (River Blindness) چې په لاتیني ژبه یې (lymphatischer Filariose) هم بولي، محدودې کړي دي. سر بیره پر دې له دغه درمل څخه کیدای شي چې د نورو پرازيتي ناروغیو پر ضد هم کار واخیستل شي.

په وینا پاڼه کې وړاندې راغلي دي چې د یویو تو، د ملاریا د ناروغې پر ضد د «ارتیمیسینین» په نامه یوه دوايي موندلې ده چې د نوموړې ناروغۍ له امله د مړینې کچه په څرگنده توگه راکمیدای شي. د دغو دواړو مادو کشف بشریت ته یوه ډیره پیاوړې وسیله په اختیار کې کیښودله چې د هغې په مرسته سړی کولای شي د تباه کونکو ناروغیو پر ضد مبارزه وکړي او په دې توگه هر کال د سلونو میلیونو انسانانو ژوند وژغورل شي.

د نوبل د جایزو د اعلان اونۍ

د سه شنبې او چهار شنبې په ورځو به په ستاکهلم کې د نوبل د فزیک او کیمیا د جایزو گټونکي اعلان شي. د پنجشنبې په ورځ به معلومه شي چې څوک د نوبل ادبیاتو د جایزې گټونکی گرځي. دغه راز په پوره تلوسې سره د جمعې په ورځ د نوبل د سولې د ۲۰۱۵ کال د جایزې گټونکی یا گټونکې د اعلانیدو انتظار کیږي.

ویل کیږي چې د آلمان صدراعظمه انگلا مېرکل د نوموړې جایزې د گټلو د کاندیدانو په لیست کې نیول شوې ده. دغه جایزې چې اته ملیونه سویډني کرون (۸۵۰ زره یورو) ارزښت لري د دود له مخې د دسمبر په لسمه په ستاکهلم او اوسلو کې گټونکو ته ورکول کیږي. دا د نوبل د جایزی د بنسټ ایښودونکي الفرید نوبل د مړینې ورځ ده.