1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوردراين ويستفالن آيالتي ټاکنې او غوره کانديدان يې

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۴, یکشنبه

څلور پېژندل شوې څېرې او يو نوی کس د نوردراين ويستفالن په ټاکنو کې مطرح دي. د می په ۱۴مه دا پرېکړه کيږي چې څوک به د دغه آيالت صدراعظمۍ ته رسيږي.

https://p.dw.com/p/2cwDG
Plakate zur Wahl NRW
انځور: picture-alliance/dpa/R. Goldmann

د نوردراين ويستفالن آيالت اوسنۍ لومړۍ وزيره هانلوره کرافت د ۲۰۱۰ کال راهيسې د آلمان د تر ټولو زيات نفوس لرونکي آيالت مشري کوي. هغه دوه کاله د يوه اقليت حکومت په راس کې وه او اوس د پنځو کلونو راهيسې د سور زرغون ائيتلاف له خوا په ستر اکثريت سره په نوردراين ويستفالن آيالت کې د حکومت مشري کوي.

خو اوس دغه ۵۵ کلنه سياستواله له ستونزه سره مخامخه ده. په نظر پوښتنو کې سور زرغون يعنې د سوسيال دموکرات او د شنو د ګوند تر منځ ائيتلاف اکثريت نه لري او سوسيال دموکرات ګوند خپله هم مخکښه نه دی. کرافت په دغو آيالتي ټاکنو کې د خپل ګوند د مشر، مارتين شولڅ، پر محبوبيت باندې هم حساب نه کوي. کرافت نه غواړي چې په ملي کچه سياست ته مخه کړي. يو څو کاله مخکې يې برلين ته د تګ وړانديز رد کړی وو.

د کرافت اصلي رقيب: آرمين لاشېت

اصلي سيال آرمين لاشېت د نوردراين ويستفالن «سي دي يو» يا مسيحي دموکرات ګوند بېرته په پښو درولی دی. کله چې هغه په ۲۰۱۲ کال کې د دغه ګوند آيالتي مشري ومنله، دغه ګوند يوازې ۲۶،۳ سلنه رايې اخيستې وې. په نظر پوښتنو کې اوس د ده ګوند له سوسيال دموکرات ګوند سره په ورته سطح او جوخته سيالۍ کې قرار لري.

په شلېسويګ هولشتاين آيالت کې د بريا له کبله سي دي يو ته هسې هم سترګې ورکږې دي. د «سي دي يو» د مشرې انګلا مېرکل د مرستيال په توګه ۵۶ کلن لاشېت د آلمان د صدراعظمې د کډوالو له سياست څخه پوره ملاتړ کړی دی. لاشېت غواړي چې له «اف دي پي» ګوند سره ائيتلاف جوړ کړي، خو هغه نور ائيتلافونه هم ممکن بولي. يوازې له «آي اف دي» او «کيڼ» ګوندونو سره يې همکاري رد کړې ده.

سيلويا لوېرمن د مرستيالې په توګه

له کابو اوو کلونو راهيسې سيلويا لوېرمن د آيالت په کچه د سره زرغون ائيتلاف په مشرتابه کې برخه لري. په ۲۰۱۰ کال کې د زرغون ګوند دغې سياستوالې، هانلوره کرافت، دې ته بللې وه چې يو اقليت حکومت رامنځ ته کړي.

د آيالتي حکومت مرستيالې مشرې، لوېرمن د هغه وخت راهيسې د داخلي امنيتي چارو تر څنګ په نوردراين ويستفالن کې ډېره جنجالي موضوع يعنې د ښوونې او روزنې سياست هم پر غاړه اخيستی دی. دغه ۶۰ کلنه سياستواله په خپل ګوند کې هم له نيوکو سره مخامخه ده. د زرغون ګوند د کانديداتورۍ په ټاکنو کې يې ۸۱ سلنه رايې واخيستې په داسې حال کې چې په ۲۰۱۲ کال يې لا ۹۸ سلنه رايې خپلې کړې وې.

غبرګ کانديد، کريستيان ليندنر

د کريستيان ليندنر له پاره له آيالتي ټاکنو سره دا هيله تړلې ده چې د آلمان ملي پارلمان ته به هم بېرته لاره ومومي. دغه ۳۸ کلن سياستوال د «اف دي پي» ګوند اصلي کانديد دی. هغه په آيالتي ټاکنو کې او هم د ټول آلمان په کچه د سراسري انتخاباتو په برخه کې د ليبرال دموکرات ګوند مخکښ نوماند دی. د ده اصلي هدف دا دی چې د سره زرغون ائيتلاف د بيا جوړېدو مخه ونيسي.

پارونکی کانديد، مارکوس پرېڅل

د «ای اف دي» يعنې د آلمان د بديل ګوند اصلي کانديد، مارکوس پرېڅل په خپل ګوند کې هم ډېر مخالفين لري. نوموړي يوازې په ۴۵ سلنې رايو سره د ټاکنو آیالتي ليست ته لاره موندلې ده. د پرېڅل اصلي هدف دا دی چې «اوسنی حاکم ذهنيت بېرته بدل کړي» او هغه د تويتر د لارې پارونکي شیان ليکي.

اوزلېم دميرل او کريستيان لېيې

کيڼ ګوند هم دوه مخکښ کانديدان آيالتي ټاکنو ته درولي دي. د آيالتي مشرتابه دغه وياندان، يعنې اوزلم دميرل او کريستيان لېيې دواړو پر سره زرغون آيالتي حکومتي ائيتلاف باندې سختې نيوکې کړې دي او تور يې ورباندې پورې کړی دی چې ګويا «ټولنيز عدالت يې تر پښو لاندې کړی دی.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.05.2017):