1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نورد راین ویستفالین په ټاکنو کې سوسیال دموکرات ګوند ډېر مخته سو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۵, دوشنبه
https://p.dw.com/p/14upP

د المان د نورد راین ویستفالن په ایالتي پارلمانی ټاکنو کې د SPD یا سوسیال دموکرات او زرغون ګوند ډيری رایې په لاس راوړې او اوس کولای سي په بشپړ اکثریت سره خپل حکومت ته ادامه ورکړي.

خو برعکس بیا د CDU یا مسیحی دموکراتانو ګوند په دغو انتخاباتو کې ډېرې رایې د لاسه ورکړې دي او د نورد راین ویستفالن د ایالت د انتخاباتو په تاریخ کې ئې تر ټولو خرابه ماته وخوړه.

د رسمي نتایجو له مخې د SPD ګوند ۳۹،۱ او زرغون ګوند ،۳۱۱ فیصده رایې په لاس راوړي دي. مسیحی دیموکراتانو ۲۶،۳ ، کیڼ اړخو ۸،۶ او د پیراتین ګوند ا۷،۸ فیصده رایې تر لاسه کړي دي. پرون ماښام د رایو تر لومړنیو شمېرنو لږ وروسته د مسیحی دموکرات ګوند مشر او د چاپیریال ساتنې وزیر رابرت ریوټګین، خپله استعفا اعلان کړه.