1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نورستان د دوو ولسواليو وګړي سختي روغتيايي ستونزي لري

۱۳۸۹ بهمن ۱۷, یکشنبه

د نورستان د کامديش ولسوالۍ يو شمير اوسيدونکي وايي چي يو خو په هغه ولسوالۍ کي روغتيايی اسانتياوي نسته او بل د ناروغانو د انتقال پر مهال په لارو کي د وسله والو طالبانو څخه ويره لري.

https://p.dw.com/p/QyZQ
د نورستان ولايت په يوه ځنډه کي روغتيا پال د فعاليت پر مهال
د نورستان ولايت په يوه ځنډه کي روغتيا پال د فعاليت پر مهالانځور: AP

دوی وايي د نورستان د ولسواليو ترمنځ لوي لاري د وسله والو طالبانو په واک کي دي او دوی نه سي کولای چي خپل ناروغان تر مرکز او ياهم تر نورو ولايتونو ورسوي.

ددغه ولسوالۍ اوسدونکۍ محمد عثمان وويل چي افغان دولت بايد ددوی غم وخوري.

« موږ خپل ناروغان تر درو څلورو ورځو مزله وروسته، چي هغه د ډيرو پټو لارو باندي کوو ننګرهار يا کونړ ته رسوو يا مو ناروغ په لاره کي مړسي او يا چي روغتون ته رسيږي نو تر مړي بدتره وي.»

ددې سيمي يو بل تن اوسيدونکي هم ورته خبره وکړه او وي ويل چي په لويو لارو کي طالبانو ماينونه ځای پرځای کړي او دوی نه سي کولای لدغو لارو د تګ راتګ لپاره استفاده وکړي.

د نورستان ولايت د امنيي قومندان شمس الراحمن زاهد هم د خلکو نيوکي پرځای بولي او وايي چي د خلکو دغه ستونزي په کامديش او برګمټال کي زياتي تر سترګو کيږي.

هغه د ولسواليو ترمنځ پر لويو لارو د وسله والو طالبانو شتون نه ردوي خو وايي چي عام ولس بايد له دولت سره يوځاي ددغه ستونزي په لمنځه وړلو کي همکاري وکړي.

نوموړی وايي له مرکزي دولته يي څو وار پدغه ولايت کي د نورو پوليسو او اردو غوښتنه کړي خو تر دي دمه لا يي کومه مثبته پايله نه ده ترلاسه کړي.

خو د نورستان والي جمال الدين بدر د امنيت په اړه د خلکو خبري بې ځايه بولي او وايي چي په نورستان کي امنيت ښه دی. خو د روغتايي ستونزو خبره تر ډير پرځاي بولي او وايي چي دغلته روغتيايي ستونزي زياتي تر سترګو کيږي.

هغه وايي په دې نږدي وخت کي به په سيمه کي د وسله والو پرضد پراخ عمليات پيل کړي.

ديادوني وړ ده چي د برګمټال او کامديش په ولسواليوکي شاوخوا اتيا زره وکړي د ژوند سختي شپي او ورځي سبا کوي چي دمکړی يې د امنتي ستونزو له کله ټولي لاري بندي دي.

شمعه احمدزۍ/ ننګرهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل