1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نورستان وايګل ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغلې

۱۳۹۰ فروردین ۹, سه‌شنبه

افغان پوليس دا منلې چي د نورستان ولايت د وايګل ولسوالي د طالبانولاس ته ورغلې. دا هغه ولسوالي ده چي درې ورځي مخکي طالبانو هلته ۴۰ تنه پوليس تښتولي دي.

https://p.dw.com/p/RDVl
د وسله والو طالبانو يوه ډله
د وسله والو طالبانو يوه ډلهانځور: picture-alliance/dpa

د وايګل ولسوالي چي د پاکستان سرحد ته څيرمه پرته ده تر نيول کيدو وروسته افغان ځواکونو ته د افغانستان د ځينو سيمو د امنيت د سپارلو بهير د ډيرو ننګونو سره مخامخ کړی.

د نورستان د امنيې قومندان شمس الرحمان زاهد وايي چي: زموږ ځواکونو د وايګل ولسوالي څخه په «تکتيکي ډول پر شاه تګ» کړی.

هغه زياته کړه «شاو خوا ۳۰۰ طالب جنګيالو تيره شپه پر ولسوالۍ حمله وکړه، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي د مخنيوي په خاطر زموږ ځواکونو په تکتيکي ډول پر شاه تګ وکړ».

ددولتي مقاماتو او طالبانو څخه چي کله کومه ولسوالي د لاسه ووزي نو هميشه «په تکتيکي ډول د پر شاه تګ» کلمې د کارولو څخه کار اخلي.

شمس الرحمان زاهد وايي چي په وايګل ولسوالۍ کي شاوخوا ۱۰۰ پوليس ځايي پر ځای و، خو ځايي خلک بيا وايي چي د پوليس شمير ايله ۲۰ تنو ته رسيده او همداسي د طالبانو په شميره کي هم د مبالغي څخه کار اخيستل شوی دی.

د طالبانو وياند ذ‌بيح الله مجاهد ويلي چي طالبانو د ولسوالۍ تر نيول کيدو وروسته ۱۲ پوليس د وسلو سره نيولي دي.

خو دولتي چارواکي بيا د پوليسو د نيولو خبره ردوي او وايي چي هغه ځايي خلک دي.

د وايګل ولسوالۍ د نيولو خبر پداسي حال کي ورکول کيږي چي تيره ورځ مسکو دا انديښنه ښودلې ول، چي افغان امنيتي ځواکونه دې ته تيار نه دي چي د يوشمېر سيمو امنيتي مسوليت په غاړه واخلي.

ناټو په پلان کي لري چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه د ټول هيواد امنيتي مسوليت افغان امنيتي ځواک ته وسپاري.

خو ډيری کارپوهان او پخپله يو شمېر دولتي چارواکي په دې نظر دي چي افغان ملي پوليس او ملي اردو ددې وړتيا نه لري چي د طالبانو سره دي په دغه وسلو او روحيه باندي جګړه وکولای سي.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل