1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نورستان پر کامدېش ولسوالۍ يرغل شوی

اميد ديدار/ ننگرهار۱۳۹۵ تیر ۱۰, پنجشنبه

د نورستان چارواکي وايي چي د دغه ولايت پر کامدېش ولسوالۍ باندي د وسله والو طالبانو يرغل يې پر شا تمبولی دی. خو طالبانو ادعا کړې ده چې پر يادي ولسوالۍ په بريد کې يې په لسونه افغان پوليس وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1JGXh
Afghanistan Nuristan
انځور: DW

د نورستان د امنيې قوماندان اکرام الدین سریع، د پنجشنبې په ورځ سهار (۲۰۱۶م کال د جون ۳۰مه) دویچه ویله ته وویل، چې په دغه جګړه کې يې۷۲ وسله وال طالبان وژلي او ۳۳ نور ټپیان کړي دي.

قوماندان وايي، وسله والو طالبانو د یادي ولسوالۍ د نیولو هوډ لاره، چې د امنیتي ځواکونو له خوا پر شا وتمبول شول.

دی وايي په وژل شویو کې د کامدېش له پاره د وسله طالبانو نومول شوی ولسوال او اته کسه بهرنیان هم شامل دي. د هغه په خبره، اوس هم په سیمه کې د افغان ځواکونو چاڼیز عملیات روان دي.

بله خوا له۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه جګړه کې ۷۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۶ ټپیان شوي دي.

اعلامیه کاږي، چې اوس په کامدېش کي امنیتي حالات ښه دی او په عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

خو وسله والو طالبانو بيا رسنیو ته په استول شوي پیغام کې د برید مسئولیت منلی دی او په جګړه کې یې د په لسونو افغان ځواکونو د وژلو ادعا کړې ده. د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد په دغه پیغام کې د خپلو څلورو ملګرو د وژل کېدو او اوو نورو د ټپي کېدو خبره هم کړې ده.

نورستان له هغو غرنیو او لري پرتو ولایاتونو څخه دی چې تل ترې د جګړو خبرونه ورکول کېږي. د افغانستان د امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر په جلال اباد کې د یوې خبري غونډي پرمهال په دغه ولایت کې د تروریستي ډلو د شتون خبره ومنله.

هغه پر داعش او نورو تروریستي ډلو د هوايي او ځمکنیو بریدونو د ډېرښت خبره هم وکړه.