1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نورستان چارواکو د پوځي عملیاتو د پیل غوښتنه وکړه

۱۳۹۱ فروردین ۱۷, پنجشنبه

په داسې حال کې چې د نورستان یو شمیر چارواکي پر مرکزي دولت غږ کوي چې په دغه ولایت کې پراخ پوځي عملیات په لاره وچوي په ولسې جرګه کې د نورستان یو شمیر استازي د دغو عملیاتو مخالف دي.

https://p.dw.com/p/14Y1R
انځور: DW

د نورستان امنيه قومندان جنرال غلام الله نورستاني، وايي چې يو شمیر بهرنیو وسله والو طالبانو د دغه ولايت په دوو ختيځو ولسواليو کامديش او برګيمتال کې د حکومت د فعالیتونو مخه نیولې ده. نوموړى ټينګار کوي چې افغان ځواکونه دې په دغو سیمو کې پراخ عمليات په لاره واچوي.

نورستاني وایي: «تر دې مخکې به په سېمه کې واورې وي نو له همدې کبله به له پاکستان څخه ډیر تګ راتګ نه کیده، خو اوس چې واورې نه شته دا ستونزه رامنځ ته شوې ده او باید عملیات تر سره شي.»

له بلې خوا بیا په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازی مولوي احمدالله موحد، ترهرڅه لومړى په نورستان کې د يوې غښتلې حکومتي ادرې شتون اړين بولي:

«مخکې تر دې چې افغان حکومت هلته عملیات وکړي په دغه سیمه کې باید پیاوړی حکومتي نظام شتون ولري... تر دې وروسته بیا عملیات کیدای شي چې کامیات شي. اوس په سیمه کې منظم حکومت نه شته نو له همدې کبله کله چې ملي اردو عملیات تر سره کړي او سېمه پریږدي مخالفین بیا هلته خپل فعالیتونه پیلوي.»

د نورستان اوسيدونکي هم ډاډه نه دي چې د هغوی په ولایت کې دې حالات ژر تر کنترول لاندې راشي. د کامديش د ولسوالۍ اوسيدونکى حافظ محمد ګل، وايي چې په یو ځل پوځي عملیاتو د نورستان وضعه نه شي ښه کیدای. هغه زیاتوي: «که دوی طالبان له منځه وړلی نو دا کار به ئې کړی وای. څو کاله وشول چې طالبان په نورستان کې حاکم دي. هغوی سړکونو ته راوځي او خپلې محکمې لري. دلته امریکایان هم ول هغوی هم ولاړل. دوی د پیریانو ورونه دي. هر څوک ټوپک لري او نه معلومیږي چې څوک بهرنۍ طالب دي او څوک نه.»

افغان ژورنالست سيد عبدالله نظامي چې د سېمې حالت له نزدې څارې وایي چې په نورستان ولایت کې پوځي عملیات د حل لاره نه. هغه زیاتوي چې د نورستان جغرافیایي موقعیت ته په کتو سره په دغه سیمه کې د جگړې له لارې د امنیت راوستل ستونزمن کار دئ:

«که چیرې حکومت او بهرني ځواکونه غواړي چې په نورستان کې کړکیچ پای ته ورسوي نو دوی د له قومي جوړښتونو څخه کار واخلي. زه فکر نه کوم چې پوځي عملیات د حل لاره وي.»

تر دې مخکې د نورستان والي دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي وو چې د دغه ولایت د کامدیش په ولسوالۍ کې طالبانو خلک دې ته اړ کړي دي چې خپل کورونه پریږدي.

هغه زیاته کړې وه چې د پاکستاني طالبانو په گډون یو شمیر وسله والو هغه خلک چې د کورنۍ غړو ئې له افغان حکومت سره کار کاوه د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ کړی دي چې د هغه په خبره په دې ترڅ کې ښاوخوا اتیا کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي ول.

نورستان د پاکستان له چترال سره گډه پوله لري چې په تيرو لسو کلونو کې پکښې وخت نا وخت د افغان او بهرني ځواکونو او یاغیانو تر منځ جکړې کیږي.

دویچه ویله/ شمه احمدزۍ
کتونکی: مسعود جهش