1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوروز نن او پرون ته لنډه کتنه

۱۳۹۰ فروردین ۱, دوشنبه

نوروز پر افغانستان او ايران سر بيره په تاجکستان، ترکيې، ازربايجان، پاکستان او د روسيې په يو شمېر جمهوريتونو لکه باشکير او تتاريستان کي هم لمانځل کیږي.

https://p.dw.com/p/RB2k
نوروز په عراق کي هم لمانځل کيږي
نوروز په عراق کي هم لمانځل کيږيانځور: AP

د تاجکستان چارواکو د سږني نوروز د لمانځلو لپاره ۷ مليونه ډالره مصرف کړي دي.

نوروز په ۲۰۰۹ کال کښي د يونسکو لخوا د بشريت د ذاتي کلتوري ميراث په حيث و پيژندل سو.

نو روز ته د نوي ورځي يا نوي پيل په سترگه کتل کيږي او د ډيرو کلونو راپدېخوا په ډيرو هيوادونو کي لمانځل کيږي.

د کابل پوهنتون پخوانی استاد ډاکټر عبدالرزاق پالوال وايي چي نوروز نوې ورځ نه بلکي نوی لمر دی.

« په پخوا کي لمر ډېر ارزښت لاره او په پخوا کښي د لمر يو رب النوع و او د هغه عبادت کيدی نو په دغه ورځ دده هغه مراسم پر ځای کيدل.»

د ډاکټر پالوال په خبره په پخوا کښي نوروز د مرغومي يا جدي پر اوله لمانځل کېدی.

« په دغه وخت کښي به د لمر هغه اوږدې شپې پای ته ورسېدلې او لنډي ورځي هم نودغه به نوروز بلل کيدی چي معني نوي لمر سو. دوی داسي فکر کاوه چي هغه زوړ لمر نو نور نه راخيژي دا نوی لمر راخيږي. په دغه ورځو کي چي به دا لمر هغه اخيرين کور ته ورسيدی نو هلته به ددوی په اصطلاح درې ورځي پاته سو او په څلورمه روځ به دا نوی لمر را تير سو معني هغه خط سير ته به يې تغير ورکړی. دغه دوی نوي لمر باله.»

دا چي دغه عقيده د څه وخت څخه ول ډاکټر پالوال يې په اړه وايي:

« دا عقيده خو نو د پخوا څخه وه پخوا دا خلکو دغه عقيده لرله نو اوس موږ په دې وخت کي چيري دا وايو چي پخوا خلکو دغه عقيده لرله. حتي د رحمان بابا، چي د وروستيو وختو شاعر دی لاهم په دې عقیده و چي دا نوي لمرونه دي. ده په يوه بيت کښي داسي ويلي دي. دا چي هره ورځ راخيژي بيل بيل لمر دی. هر چي پريوزي هغه نه راخيژي بيا. نو معني دده دپاره د هري ورځي لمر بيل و. مگر د پخوانيو دپاره په کال کي يوه پلا نوی لمر راپورته کيدی او دا د کلنۍ دوره به يې وهله.»

پالوال وايي چي لمر يوازي په پښتنو کي يو رب النوع نه و بلکي د هنده څخه نيولې تر مصره پوري و.

« د هند راج يا زموږ روز يا روځ دا ټول د لمر معني لري نه د روځي. ورځ به ښايي په هغه وخت کي چي زه داسي هڅ وهمه، دين نومېدله په اوردو کي دا تر اوسه پوري هم پاته ده. او په عربي کي هم کله کله دين ياديږي. نو دا هڅ وهلکيدای سي چي د ورځي د پاره دغه نوم و او دا چي موږ يې نن ورځ بولو دا د لمر د پاره و.»

پښتنو چي تر اسلام او عيسويت تر مخه پاچاهي لرله په دوی کي دا يو دود و چي کله به نوی پاچا کښېناستی يا پاچا گښتي به کېده نو دا به د نوروز په ورځ کيده.

« که چيري به يو پاچا تر نوروز يوه مياشت ورسته ايسته کيدی او بل به يې پر ځای کښېناستی نو دا يوولس مياشتي به هغه انتظار کوی چي نوروز سي بيا به پر تخت کښېني.»

ډاکټر پالوال وايي چي نوروز په پخوا کي په ژمي کښي و. يعني د مرغومي په لومړی ورځ و. ځکه په پخوا کي خلک يوازي کرهنگر وه. ورهڼه دومره نه ول، ځکه ورهڼگر يوازي دغه پښان خواران ول. حال داچي په نننۍ دنيا کښي دغه ټول ژوند پر ورهڼي باندي ولاړ دی نه پر کرهڼي باندي.

« مطلب مي دادی چي دوی ټول کرهڼگر ول او د مراسيمو ورځي به يې په ژمي کي وې نو دغه نوروز به دوی شل ورځي لامنځی. خو ټوله خوشالي او لمانځه به يې وروستيو درو ورځو ته ساتلې ول. په دغه ورځو کي به نو دوی هرڅه کول. خوراک، څښاک، اتڼ»

ډاکټر پالوال وايي چي سړی هڅ وهلای سي چي د مرغومي د ورځو اختر به لوی اختر و او دغه د حمل د ورځي يا نوروز به کوچني اختر و. دا دوه اخترونه ول، چي يو لوی اختر نوميدی او بل کوچنی اختر نوميدی.

« ددې اخترونو ارزښت تر اسلام د مخه په خورا لوړه اندازه سره و اوس خو نو طبعاً د اسلامه سره دې شيانو تغير کړی دی. هغه د جدي يا د دلوي د ورځو اختر نور له منځه تللی دی او د حمل د ورځو اختر لا پاته دی.»

نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم