1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پایلو د اعلانیدو په اړه توافق نه دی شوی

مسعود جهش (حسین سیرت)۱۳۹۳ شهریور ۲۹, شنبه

ولسمشرۍ ته دواړه نوماندان تر څو میاشتو اختلافونو وروسته د حکومت د جوړولو پر سر توافق ته رسیدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د دواړو ټیمونو غړي لا تر اوسه پورې هم د پایلو د اعلان د څرنگوالي په اړه موافقې ته نه دي رسیدلي.

https://p.dw.com/p/1DG5k
انځور: Getty Images

د پایلو د اعلان د څرنگوالي په اړه خبرې اترې د شنبې په ورځ هم روانې دي. تمه کیږي چې د ورځې تر پایه پورې دواړه نوماندان په دې اړه هم یوه توافق ته ورسیږي. ویل کیږي چې د ملي وحت په حکومت کې به دواړه تیمونه مساوي ونډه ولري خو دا چې واک به څرنگه د دواړو تر منځ ویشل کیږي له تر اوسه پورې روښانه نه ده. له بلې خوا بیا هڅې کیږي چې د ملي یووالي حکومت د جوړیدو پر سر تر توافق مخکې د ټاکنو پایلې اعلان نه شي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په وروستیو ورځو کې د روان ټاکنز کړکیچ د حل له پاره تر بل هر وخت ډیرې هلې ځلې وکړې. په دې بهیر کې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت او د ملگرو ملتونو دفتر هم ښکیل وو.

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړي معین مرستیال، وویل چې په وروستیو ورځو کې ډیر اختلافات د «اجرائي رئیس» د صلاحیتونو په اړه وو. هغه زیاته کړه چې اوس دوړاند نوماندان په دې اړه یو توافق ته رسیدي دي: «د اجرائيي رئيس د صلاحیتونو پر سر توافق رامنځ ته شوی دی. هغه څه چې اوس یې په اړه اختلاف موجود دی د پایلو اعلانیدل دي. نن هم په دې اړه بحثونه روان دي چې پایلې څرنگه اعلان شي. هیله لرو یو توافق رامنځ ته شي.»

ښاغلي مرستیال روښانه کړه چې ملگري ملتونه ټینگار کوي چې د دواړو نوماندانو تر منځ د یوه توافق تر رامنځ ته کیدو مخکې باید پایلې اعلان نه شي. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازی یان کوبیش، د امنیت شورا پر وړاندې خبرو کې ویلي دي چې که د توافق تر رامنځ ته کیدو مخکې پایلې اعلان شي نو افغانستان د یوې کورنۍ جگړې پر لور تلای شي.
د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله هم لومړی د یوه توافق پر رامنځ ته کیدو باندې ټینگار کوي. د دغې ډلې ویاند فضل الرحمانن اوریا، هم دا خبره تایید کړې ده چې د دواړه نوماندان د ملي حکومت د جوړولو د څرنگوالي په اړه یو له بل سره موافقې ته رسیدلي دي او او هڅه کوي چې د همدې ورځې تر پایه [شنبې ورځ تر پای پورې] وروستۍ موافقه رامنځ ته شي.

اوریا وویل: «دواړو مشرانو یو له بل سره پرله پسې غونډې وکړې او په دې وتوانیدل چې ټول اختلافي موارد حل کړي. خو اوس هم یو اختلاف پاتې دی چې هغه د پایلو د اعلان څرنگوالی دی. په ننۍ ناسته کې ولسمشر کرزي او جهادي مشران حضور لري، هیله لرو چې دغه اختلافي مورد ته هم د حل یوه لاره وموندل شي.»

ډاکټر عبدالله ټینگار کوي چې د ملي یووالي حکومت باید د یوه سیاسي توافق له مخې رامنځ ته شي او دا چې د ټاکنو پایلې باید اعلان نه شي. هغه ادعا کوي چې د ټاکنو پایلې د هغه په خبرې تلفې راې ټاکې او راتلونکې حکومت باید د تقلب په پایله کې رامنځ ته نه شي.

له بلې خوا بیا د ډاکټر اشرف غني احمدزي ډله ټینگار کوي چې ټاکنیزې پایلې باید د ټولو رایو تر تفتیش وروسته اعلان شي. هغوی زیاتوي چې د ټاکنو تر پایلو پرته بل هیڅ څه راتلونکې حکومت ته مشروعیت نه شي ورکولای.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب