1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوو نازيانو څوک محاکمه کيږي؟

نسيم صابر (مارتين)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۶, دوشنبه

د۲۰۱۲ کال په پای کې آن د آلمان لويې څارنوالۍ د مونشن د يوې محکمې پر وړاندي د نويو نازيانو د «ان اس يو» نومي ډلې پرغړې، بياته چېپه، او څلورو نورو مشکوکو ملاتړ کوونکو باندې دعوه کړې وه.

https://p.dw.com/p/18Shn
The courtroom where the trial against German Beate Zschaepe a member of the neo-Nazi group National Socialist Underground (NSU) will take place, is pictured in Munich March 15, 2013. An alleged member of the NSU, 38-year-old Zschaepe, will go on trial in Munich in April charged with the murders. The NSU is accused of murdering nine Turkish and Greek immigrants and a policewoman from 2000 to 2007. Two other NSU members committed suicide in late 2011 after a botched bank robbery. It was the discovery of their bodies in a caravan that first brought the connection between the murders over a seven-year period to light. REUTERS/Michael Dalder(GERMANY - Tags: CRIME LAW)
NSU Prozess Beate Zschäpe Gerichtssaalانځور: Reuters

د پوښتنو ګروېږنو د رسمي پروتوکولونو له مخې، چې رسنيو ته ورکړل شوې دي او د «انتيفا» په نوم د کيڼ پلوو فعالينو د څېړنو پر اساس، په ځانګړو انترنېټي پاڼو کې د پنځو تورنو کسانو ژوند ليکونه خپاره شوي دي.

پر۳۷ کلني اصلي تورنې، بياته چېپه باندي تور لګول کيږي چې د اتو ترکي او يوه يوناني الاصله په وژلو او په هايلبرون ښار کې د دوو پوليسو د قتل په پېښه کې لاس لري. سربېره پر دې دا د قتل په هڅه هم تورنه شوې ده، چې وايي د کولن په زاړه ښار او په کولن ميولهايم کې په بمي بريدونو کې هم ښکېله وه.

د منورينو لور چې ښي اړخی ليد لري

بياته چيپه
بياته چيپهانځور: Bundeskriminalamt/dapd

د چېپه په ښی اړخه شاليد کې شک نشته. په ډيرو عکسونو او ويډيويي خپرونو کې دا ليدل کيږي چې د نويو نازيانو په لاريونونو کې يې د آلمان په مختلفو ښارونو کې ونډه لرلې ده.

چېپه په ۱۸ کلنۍ کې په يېنا ښار کې د نويو نازيانو له يوې ډلي سره يو ځای شوه. په هغه وخت کې دې د «ان اس يو» په نوم د ترهګرې ډلې غړي، اووه موندلوز او اووه بېونهارد وپېژندل. سره له دې چې چېپه د روښان فکرانو په يوې کورنۍ پورې اړه لري، خو له دوولسم ټولګی وروسته هغه له مکتب څخه ووتله او د رنګمالۍ په برخه کې يې کار پيل کړ.

په ۱۹۹۸ کال کې پوليسو د هغې په کور کې وسلې او د نازيانو تبليغاتي مواد ونيول. پر چېپه باندي هغه وخت هم تور ولګېد چې د بمونو په جوړولو کې لاس لري. کله چې د هغې د نيولو امر صادر شو، دا وتښتېدله. کله چې د ۲۰۱۱ کال په پای کې د «ان اس يو» په نوم ډله افشا شوه، دې په څويکاو ښار کې په خپل کور کې يوه چاودنه رامنځ ته کړه د دې له پاره چې شواهد او اسناد له منځه يوسي.

د «ان پي دي» ګوند پخواني فعالين هم تورن دي

د تيورينګن ايالت د ښی اړخه «ان پي دي» ګوند پخواني غړي، رالف اوول لېبن او کارستن اس په دې تورن دي چې چېسکه ډوله تفنګچه يې له يوه غږ تخفيفوونکي سره مل، د «ان اس يو» ډلې ته په اختيار کې ورکړې ده چې له کبله يې په قتلونو کې هم برخه اخيستې ده. مخکې له دې چې اوول لېبن د «ان پي دي» ګوند غړی شي، ده له بېونهارد، موندلوز او چېپه سره يو ځای د «يېنا د ملګرو ټولنې» په نوم د نويو نازيانو په ډله کې ګډون درلود.

رالف اوول لېبن (ښی) او د هغه د نوو نازيانو د يوې ډلي ملگری
رالف اوول لېبن (ښی) او د هغه د نوو نازيانو د يوې ډلي ملگریانځور: privat/dapd

رالف اوول لېبن د معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوه دی او د انترنېټ پاڼې جوړوي، په داسې حال کې چې کارستن اس د موټرو رنګمالي کوي. د هغه د خپلې ادعا له مخې ده په۲۰۰۰کال کې له نويو نازيانو سره شلولې ده ځکه چې ګوند او نورو نازيانو دا نه منله چې ده په زغرده د همجنس بازۍ خبرې کولې.

اندرې اې، له براندنبورګ آيالت څخه په دې متهم دی چې د کولن د زاړه ښار په بريد کې يې لاس درلود او دا چې د «ان اس يو» ډلې د غلا په دوو پېښو کې دی هم ښکېل و. ده د «آي دېميګ» په نوم د يوه شرکت مشري کړې ده او داسې يوه ويډيو يې جوړه کړې ده چې د وژل شويو قربانيانو ريشخند پکې شوی دی.

د پېټيو د وړونکي ماشين چلوونکی، هولګر ګې په دې تورن دی، چې د ان اس يو ډلې ملاتړ يې کړی دی. ګې له يېنا څخه دی او د هانوور په شاوخوا کې اوسيږي. دی وايي چې د ښي اړخو له تاوتريخوالي يې لاس اخيستی دی.

دی پر رالف اوول لېبن باندې تور لګوي چې نوموړي د ان اس يو د ملاتړ کوونکو په منځ کې کليدي رول درلود. دا چې هولګر ګې د خپل پخواني ملګري په وړاندې شاهدي ورکوي، نو د آلمان فدرالي محکمې هم د ۲۰۱۲ کال په منځ کې د ده د نيولو امر بېرته اخيستی دی.