1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوی قانون د کډوالو په وضعیت کې کوم بدلونونه راولي؟

عبدالباري حکیم۱۳۹۴ اسفند ۶, پنجشنبه

د آلمان پارلمان د مهاجرو لپاره د «قانون دوهمه بسته» او د مهاجرو د اخراج په قانون کې بدلون تصویب کړ. له دې پریکړې سره حکومت غواړي چې په آلمان کې د مهاجرو شمیر راکم کړي.

https://p.dw.com/p/1I2MH
انځور: picture-alliance/dpa/K.-D. Gabbert

وروسته له هغې چې د آلمان د حکومت کابینې د مهاجرو لپاره د «قانون د دوهمې بستې» په نامه یوې پریکړه وکړه، د دې هیواد پارلمان د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال فبروري ۲۵مه) دغه بسته وروسته له تندو بحثونو وروسته تصویب کړه. د دغه قانون غټ ټکې په لاندې ډول دي:

د پناه غوښتنې د پروسې گړندي کول:

له هغو پناه غوښتونکو سره چې د پاتې کیدو چانس ېی ضعیف دی، به په اصطلاح داسې قانوني چلن وشي، لکه چې همدا اوس د هوا له لارې د آلمان هوايي ډگرونو ته له رسیدونکو پناه غوښتونکو سره کیږي. له هغو مهاجرینو چې د آلمان هوايی ډگرونو ته رسیږي سمدلاسه مصاحبه یا «انترویو» کیږي او د پناه وړنکو لپاره د فدرال اداره یې د پناه پرغوښتنه غور کوي.

د نوي قانون له مخې وروسته له دې هغه پناه وړنکي چې د ځمکې له لارې هم آلمان ته داخلیږي، د هغوی د پناه غوښتنې د غور پروسه او د ضروت په صورت کې د یوې محکمې فیصله، دا ټول باید د درې اوونیو په منځ کې بشپړ شي.

د دغه قانون د تطبیق لپاره په یوه محدوده ساحه کې د مهاجرو اوسیدل او پاتې کیدل الزامي گرځي. که چیری مهاجرین د خپلې استوگڼې له محدودې ساحې څخه ووځي، نو د هغوي د پناه غوښتنې پروسه سمدلاسه درول کیږي. البته یوازې یو وار چانس ورکول کیږي چې بیرته دغه پروسه پیل شي، پرته له دې دغه مهاجر د پناه غوښتنې له حق څخه محرومیږي.

د کورنې د غړو راوغوښتل:

هغه مهاجر چې موقتي اقامه ترلاسه کوي، تر دوو کلونو پورې نه شي کولای چې د خپلې کورنې نژدې غړي له بهر څخه آلمان ته راوغواړي. دغه مقررات د لږ عمرلرونکو مهاجرو لپاره هم د تطبیق وړ دي، خو په دې اړه ځینې خاص استثناء کیدای شي چې په پام کې ونیول شي. د بیلگې په توگه یو له اتلس کلونو ټیټ عمر لرونکی مهاجر چې د موقتي پناه مستحق شوي وي، تر دوو کلونو پورې نه شي کولای چې خپل مور یا پلار آلمان ته روغواړي.

د مهاجرو د قانون په دوهمه بسته کې د کورنې د غړو د راغوښتلو د حق محدودول تر ټولو نورو موضووعاتو زیات په پارلمان کې تند بحثونه راوپارول. د سوسیال دیموکرات گوند (SPD) د حکومت له نورو ائتلافي ملگرو مسیحي دیموکرات او مسیحې سوسیال، سره په دې هکله یوې هوکړې ته رسیدلی وو چې د نوموړي حق د محدودولو په بدل کې به د مهاجرو د احتمالي سهمې موضوع په لومړیتوبونو کې نیول کیږي. د بیلگې په توگه له ترکیې سره په خبرو اترو کې د داسی یوې سهمې د زیاتولو موضوع به عنوان کیږي. خو دا لا تراوسه یوه گنگه او نا معلومه موضوع ده.

د ناروغو کسانو په اخراج کې د مقرراتو سختول:

وروسته له دې هغه کسان چې ډير سخت ناروغ دي او یا د اخراج په صورت کې د ناروغۍ له امله یې ژوند په خطر کې لویږي، هغوی د «اخراج د ممانعت» له قانون څخه برخمن کیږي. معنی دا چې په آلمان کې به پاتې کیږي. سربیره پر دې، رد شوي پناه وړنکي چې د اخراج له گواښ سره مخامخ دي، د نوی قانون له مخې باید «سمدلاسه» د ډاکتر تصدیق وړاندی کړي، پرته له دې د هغه نوره خبره د منلو وړ نه ده.

د ادغام د کورسونو د لگښت د یوې برخې منل:

مهاجر باید د ادغام د کورسونو په لگښت کې ونډه واخلي. د دې لپاره د مهاجر د «خوراک - څښاک او سرپناه» لپاره پیسو کې چې په آلماني اصطلاح د «سوسیال هیلفې» په نامه یادیږي او د بیکارې د دوهم معاش یا «هارڅ فیر» له کچې څخه هم ټیت دی، په میاشت کې لس ایرو کموالی راوستل کیږي.

د جنايي دوسیې د نه درلودلو یا په اصطلاح د کریمنل ریکارد تصدیق

هغه کارکونکي چې د مهاجرو په کمپونو کې د لږعمر لرونکو مهاجرو او یا ماشومانو پالنه کوي او یا هغوی ته زدکړې ورکوي، باید د پولیسو له دفتر څخه د جنايي جرایمي د تصفیې تصدیق ولري. له دې لارې حکومت غواړي چې ماشومان او نوي ځوانان د جنسي او داسی نورو تیرو څخه محفوظ وساتي.

د مجرم بهرنیانو ژر اخراج

وروسته له دې کوچني جرایم هم کولای شي چې یو بهرنی په آلمان کې د اقامت له حق او یا یو مهاجر د پناه ورکولو له حق څخه بې برخې کړي. تر اوسه پوری یو بهرنی هغه وخت د اخراج له گواښ سره مخامخ کیده چې د یو جرم له کبله به څو کاله قید محکوم شوی وای خو وروسته له دې د ژوند، جسمي خپلواکمنتوب او یا د چا د شتمني پر ضد سخت جرایم هم په تعلیقی سزاو کې راوستل شوي دي.

که چیرې یو مهاجر داسې جرم تر سره کړي، نو سمدلاسه د کډوالو لپاره د آلمان فدرال ادارې ته هم خبر ورکول کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب