1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوي کابل بانک مشر څارنوالۍ ته معرفي سو

۱۳۹۱ مهر ۶, پنجشنبه

د کابل بانک لانجې د اوارولو ځانگړي محکمې د نوي کابل بانک رئیس په دې دليل چي د حسابونو په تصفيه کولو کي ئې مرسته نه ور سره کوله څارنوالۍ ته معرفي کړی دئ.

https://p.dw.com/p/16GEs
انځور: AP

مسعود خان غازي د کابل بانک تر ډیوالي کیدو وروسته د حکومت له خوا د دغه بانک د نوي مشر په توگه وټاکل شو چي د بانک چارو ته سمون ورکړي.

د کابل بانک د لانجې د اوارولو ځانگړې محکمه وايي، چي حکومت د کابل بانک تر ډیوالي کیدو وروسته د بانک د گډون والو د پورونو د ورکولو له پاره ۸۲۵ ميلیونه ډالره دغه بانک ته د پور په توگه ورکړل. خو دوی لا تر اوسه هم نه پوهیږي چي د بانک تر ډیوالي کېدو وروسته څومره پیسې موجودي وې.

د دغي محکمې مشر شمس الرحمان شمس نن (۲۰۱۲ کال د سپتمبر۲۷)په کابل کي له دویچه ویله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي وویل، چي د نوي کابل بانک رئیس د یادو حسابونو له روښانولو ځان باسي، ځکه ئې نو هغه د دقیقو تحقیقاتو له پاره څارنوالۍ ته ور پېژندلی دئ:

«موږ د څو ارگانونو پلاوي يو ځای کار کوو، خو د نوي کابل بانک رئیس زموږ سره همکاري نه کوي او هیڅ ډول معلومات نه را کوي، اوس مجبوره شوو چي موضوع مو څارنوالۍ ته واستوله چي د نوي کابل بانک له رئیس څخه پوښتني وکړي.»

خو د نوي کابل بانک رئیس وايي، چي دوی د ځانگړي محکمې پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي او د موجودو پیسو او پورونو شمیرې مو په رسمي ډول ځانگړي محکمې او مرکزي بانک ته استولي دي.

Afghanistan Kabul Bank Flash-Galerie
انځور: AP

د مسعود خان غازي په وینا، چي یو شمېر کړۍ غواړي د نوي کابل بانک د خصوصي کولو په پروسه کي چي اوس ئې کار روان دئ خنډونه پيښ کړي.

دی وايي د دې کار تر شا د کابل بانک د پخوانیو ونډه لرونکو لاس دئ. ښاغلی غازي وایي پخواني ونډه وال غواړي د دې بانک مشرتوب ترلاسه کړي:

«تقریباً څلور نیم سوه ميلیون ډالره په کابل بانک کي موجود ول او یو اعشاریه درې ميلیارده د خلکو پورونه هغه وخت پر بانک باندي پاته ول، چي د حکومت او همدا راز بانک له موجودو شتمنیو څخه ور کړل شول.»

ویل کیږي چي د کابل بانک یو شیمر لویو پوروړو لا هم د دغه بانک په ميلیونو ډالر پورونه نه دي ورکړي چي په دې پوروړو کي د لوړپوړو حکومتي چارواکو د خپلوانو نومونه هم شامل دي.

د کابل بانک د لانجې د اوارۍ کمیسیون د مشر ښاغلي شمس په وینا، دا بانک ئې خرڅلاو ته وړاندي کړی دئ، خو دا چي له کورنیو لانجو سره لاس او گریوان دئ څوک ئې اخیستلو ته زړه نه ښه کوي.

څه موده دمخه د دغه بانک یو شمیر شتمنۍ د عربي متحده اماراتو په دوبۍ کي هم خرڅلاو ته وړاندي شوې چي ویل کیږي تر اوسه پوري نه دي خرڅي شوي.

که څه هم د کابل بانک نوم اوس په نوي کابل بانک اړول شوی دئ او بانکي خدمتونه وړاندي کوي. خو خلکو هغسي باور ورباندي نه کوي لکه د ډیوالي کیدو دمخه چي ئې اعتبار ورباندي کاوه.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل