1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نيدرزاکسن ايالت څارنوالۍ د کریستيان وولف پر ضد پلټنې پېل کړې دي

۱۳۹۰ بهمن ۲۹, شنبه
https://p.dw.com/p/145J9

د المان د نيدر زاکسن ايالت څارنوالۍ د خپل پخواني ايالتي مشر وزير او تر تیرې ورځ پوري د المان د ولسمشر کریستیان وولف پر ضد پلټنې پېل کړي دي. د ولسمشر په توگه د کریستيان وولف مسئونيت د جمعې په ورځ د هغه د استعفا وروسته ختم سوی وو. وولف د نيدر زاکسن ايالت د څارنوالۍ د هغو څرگندونو څخه يوه ورځ وروسته استعفا وکړه چي پکښي ويل سوي ول چې څارنوالي به د المان مرکزي پارلمان ته عریضه وکړي چي د ولسمشر په توگه د وولف استثنی ليري کړي. پر ښاغلي وولف شک کيږي چي د نيدر زاکسن د ايالتي مشر وزير په توگه ئې ښايي يوه فلم جوړونکي ته يا خو په ناسمه توگه اقتصادي گټه ورسولې وي او يا ئې ترې تر لاسه کړې وي.