1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نيلسن منديلا د وير مراسم تر سره سول

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۱۹, سه‌شنبه

د نړۍ د نزدې ۱۰۰ هيوادونو دولتي او حکومتي مشران د جنوبي افريقا د پخواني ولسمشر نيلسن منديلا د وير په مراسمو کي ګډون وکړ. دغه مراسم د جانيسبورګ په يوه لوبغالي کي تر سره سول.

https://p.dw.com/p/1AVyG
انځور: Reuters

د نړۍ د تقريباً ۱۰۰ هیوادونو مشران او د جنوبي افريقا په لسونو زره خلکو نن د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۱۰) د نيلسن منديلا د وير په مراسمو کي برخه واخيستله. نيلسن منديلا د تيري پنجشنبې په ورځ په ۹۵ کلنی عمر د سږي د ناروغۍ له کبله مړ سو.

د وير دغه مراسيم د جانيسبورګ د فوټبال په نړيوال لوبغالي کي ترسره سول. دغه لوبغالی د نزدې ۹۵ زره مېلمنو له پاره ځای لري.

د وير مراسمو د ترسره کولو لوبغالی
د وير مراسمو د ترسره کولو لوبغالیانځور: Getty Images

په دغو مراسمو کي د نړۍ د نورو مشرانو ترڅنګ د امريکا جمهور رييس بارک اوباما، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، د بريتانيا لومړی وزير ديويد کامرون، د کيوبا مشر راول کاسترو، د آلمان ولسشمر يوآخيم ګاوک او افغان ولسمشر حامد کرزي ګډون کړی وو.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، بارک اوباما د نیلسن ماندیلا سیاسي خدمتونه د هند د دولت د مؤسس، مهاتما ګاندی، د متحده ایالاتو د ستر ولسمشر ابراهام لینکلن او د متحده ایالاتو د بشري حقونو د ستر مبارز مارتین لوتر کینګ سره پرتله کړ. د جنوبي افریقا د جانيسبورګ په ستر لوبغالي کي د فقید ماندیلا له پاره د ویر په سترو مراسمو کي اوباما وویل: «د آزادۍ او دیموکراسۍ له پاره په خدموتونو سره ماندیلا د نوموړو سترو شخصیتونو په کتار کي ودرید.» اوباما یادونه وکړه چي ماندیلا ۲۷ کاله په زندان کي تیر کړل، خو په دې موده کي يې زده کړل چي د بشري حقونو او آزادۍ له پاره څرنګه غږ پورته کړي.

په لوبغالي کي د وير د مراسمو تر ترسره کېدو وروسته به د نوبل د سولي جايزي د دغه کټونکي جنازه پريتوريا ته ولېږل سي. پريتوريا هغه ښار دی چی منديلا د لومړی تورپوستي ولسمشر په توګه د جمهوري رياست د لوړي مراسيم پکښي تر سره کړل.

په پام کي ده چي د منديلا جنازه به د هغه په پلرني ښار «کانو» کي خاورو ته وسپارل سي.

منديلا د توکمپالني پرضد مبارزه کي د مقاومت په خاطر په ټوله نړۍ کي د بشري حقونو د ستر مبارز په توګه پيژندل کيږي.

نيلسن منديلا چي په خپل هيواد کي د «ماديبا» په نوم هم پيژندل کيږي د ابارتايد يا توکمپالني پرضد يې سخته مبارزه وکړه. هغه په دغه مبارزه کي ۲۷ کال بند کاټ کړ او ورسته بيا په دغه څو توکميز هيواد کي د لومړي تورپوستي ولسمشر په توګه وټاکل سو.