1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نيويارک د ناکامه موټر بم په تور يو پاکستانی ټبره امريکايي نيول سوی دی

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۴, سه‌شنبه

فيصل شهزاد د هغه موټر رانيونکی دی، چي د نيو يارک ښار د ټايمز سکوير په عمومي واټ کي د يو ناکامه بمي بريد په ترڅ کي استعمال سوی ؤ.

https://p.dw.com/p/NDtR
دا د هغه موټر تصوير دی، چي د بم لپاره استعمال سوی و
دا د هغه موټر تصوير دی، چي د بم لپاره استعمال سوی وانځور: AP

د نيو يارک ټايمز ورځپاڼه ليکي، چي دغه سړی څو ورځي تر مخه له پاکستانه بېرته امريکا ته راستون سوی و او په کونېتيکت کي يې ژوند کوی. ده امريکايي تابعيت خپل کړی دی.

ورځپاڼه زياتوی؛ دغه نيسان موټر يې په تيرو درو اونيو کي په نغدو پيسو رانيولی او پرته له دې چي د کاغذاتو او سندونو د جوړولو غم يې وخوري د موټر څخه يې استفاده کړې.

د متحده ايالاتو د عدليې وزير ايريک هولدر نن سهار څرګنده کړه، چي فيصل شهزاد د نيو يارک په جان اف کېنډي هوايي ډګر کي هغه مهال ونيول سو، چي غوښتل يې د ډوبۍ په لور يوې الوتکي ته وخېژي.

نيو يارک ټايمز سربېره پر دې د فدرالي چارواکو په استناد چي نومونه يې نه دي اخستل سوي کاږي چې پلټونکي د نورو احتمالي ښکيلو کسانو او ډلو په لټه کي دي، چي کېدای سي په نورو هېوادونو کي هم واوسي.

د قانون د تطبيقولو سرچينو د رويترس خبري اژانس ته ويلي دي، چي د شنبې د ورځي د بريد تر شا کېدای سي ډير کسان ولاړ وي او هغه يو نړيوال تړاو ولري.

د مشکوکو نفرو تعقيبول اوس د تروريزم د چارو د څېړني د يوې ډلي په غاړه دي، چي په عدليې وزارت پورې اړه لري.

پلټونکي سربيره پر دې چي د څارني د کمرو فلمونه، موټر او پخپله بم هم څېړي، په دې لټه کي دي تر څو هغه يو سپين پوسته سړی هم پيداکړي، چي په سيمه کي د موټر تر چالانه درولو وروسته د کميس په بدلېدو سره د سمي څخه تښتېدلی دی.

د خبر د خبر تر اورېدو وروسته د ټايم سکوير د سيمي يو تصوير
د خبر د خبر تر اورېدو وروسته د ټايم سکوير د سيمي يو تصويرانځور: AP

په دغه بازار کي چي هر وخت ډير بيروبار يي، که چاودنه رامنځته سوې وای، نو ډير خلکو به يې وژلي يا زخمي کړي وای.

د نيو يارک ښاريانو ته يوار بيا د سپټمبر د 11 پېښه ورپه ياده سوه او هغه بيره بيرته راتازه سوې، چي دغه د اتو مليونو اوسېدونکو ښار هر وخت تر ګواښ لاندي دی.

د موټر نمبر پليټ په کونېتيکت کي د يو بل موټر څخه اخيستل سوی و، چي په يو ګاراژ کي ولاړ و.

د سپيني ماڼۍ وياند رابرت ګيبس وويل «هر چا چي دا کار کړی دی بايد د يو تروريست په توګه وګڼل سي.»

د قانون د تطبيقولو يوې سرچينې ويلي دي، چي د موټر د رانيونکي او د هغه سړي تر منځ څرګند توپير سته، چي په پټو کمرو سره فيلم برداري سوی دی « نو دا هغه خبري،چي ځيني پلټونکي وايي له يوه کس څخه ډېر کسان پکښي ښکېل وو او د بريد بڼه نړيواله ده باوري کوي.»

دا په داسي حال کي ده، چي په پاکستان کي طالبانو د يکشنبې په ورځ ويلي ول، چي بم دوی ځای پر ځای کړی و څو په عراق کي د اپريل په مياشت کي د القاعدې د دوو جګپوړو مشرانو د وژني بدل واخلي.

د نيو يارک د پوليسو مشر راي کيلي او ښاروال مايکل بلومبېرګ دواړو وويل چي د دغه ادعا د تاييد دپاره هيڅ شواهد نه تر سترګو کيږي.

BBC TV/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل