د نيپال د ماويستانو ډلۍ د نوردو ډلو په پرتله زياتۍ رايی ترلاسه کړی
۱۳۸۷ اردیبهشت ۴, چهارشنبهاوس د آزادو او ډيموکراتو کومو ټاکنو په نتيجه کی چی په دغه هيواد کی داساسی قانو ن ديوۍ جرګی دپاره شوۍ، د نيپال دماويستانو ډلۍ د نوردو ډلو په پرتله زياتۍ رايی ترلاسه کړی ،قوې ډله په دغه جرګه کی بلل کيږی خو بياهم قاطع اکثریت نلری .
دنيپال د راتلونکی لڼد محاله حکومت مشر به د ماويستانو د ډلۍ څخه وی او د نيپال دماويستانو مشر هم ډير هڅه کوی چی د دیموکراسی په اصولو سره کاروشی .
د نيپال دماويستانو د ډلۍ مشر پرا چندا نن ورځ د نيپال پياوړی سياست مدار بلل کیږی . خو پوښتنه دا ده چی دنيپال راتلونکی سياسی برخليک به څه وی ؟
ښايی د اساسی قانو ن د جرګۍ غوڼډه تر يوۍ مياشتۍ پوری وشی . په دغوڼډه کی به پاچاهی نظام ړنګ کړای شی او په دی هکله دمخه د 7 ګوندونو ايتلاف موافقۍ ته سر رسیدلی . کيدای شی چی پاچا پخپله دولس دغۍ غوښتنۍ ته غاړه کی نږدی . که داکار وکړی نو ده ته به سزا ورکړ شی . پاچا کولای شی دنيپال ديوه وګړی په شان ژوند او کار وکړی خو دی بايد دولس قْاوت ته غاړه کيږدی .
د نيپا ل د پاچاهی نظام وسله والو او امنيتی ځواکونو ددغه هيواد دماويستانو سره خونړۍ جګړۍ کړی ، او د 1995 ميلادی کا ل راهيسی په نيپال کی لږ تر لږه 13 زره انسانان وژل شوی دی .