1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړيوالکيدو په عصر کې د مطبوعاتو آزادی

۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۲, پنجشنبه

دا چي په غير دموکراتيکو هيوادو کښي ژورنالستان په خاص ډول سره تعقيبيږي، او حتی وژل کيږي، نو دا يو واضح حقيقت دی.

https://p.dw.com/p/DrlH
د افغانستان د ژورنالستانو د اتحاديې مشر رحيم الله سمندر, د افغانستان استازی
د افغانستان د ژورنالستانو د اتحاديې مشر رحيم الله سمندر, د افغانستان استازیانځور: Jochen Wermann

پدې خاطر دا د خارج د پاره د خپرونو لکه DW - آلمان ږغ د مهمو وظيفو څخه حسابيږي، چه په هغه هيوادو کښي چه رسنۍ تر دولتي کنترول لاندي دي ، د باور وړ معلومات وړاندي کي.

دا چه ددغه ډول وظايفو سرته رسول به صحيح وي ، نو په هغه کي د نظر اختلافات موجود وه، او دا پلا هم.

د آلمان ږغ د چينايي برخي د خپرونی څخه شي مینګ پدې نظر دی، چه غربي مطبوعات اکثرآ يوطرفه قضاوت کوي. مثلآ د تبت ناآراميو ته په اتوماتيک ډول په پيکينګ کښي د المپيک د مسابقو سره ارتباط ورکول کيږي . دده د معلوماتو پر اساس بودايي راهبانو د تير کال په دوبي کي هم احتجاجونه وکړل، خو هغه په لاسا کښي نه ، بلکه نورو ايالتو کښي وه.

شي مینګ وايي چه د مطبوعاتو آزادي تر يو حده پوري دوې معناوی لری:

«د مطبوعاتو آزادي کيدای سي ډیره خرابه هم وي. د مثال په ډول هغه نظريات چي اصلآ بې معنی دي، آوازې ، يا سپکاوی . خوبيا د مطبوعاتود آزادۍ هر اړخيز توب ، چه هغه کولای سي بيرته جواب ورکي يا يې سپک کی. که څه هم دا به سم نه وی خو د يوه مثبت دریځ په نيولو کښي چانس پلاس ورکوي.»

شي مینګ وايي چه هيڅ څوک کامل حقايق په اختيار کي نلري. د ډيجيتل کيدو په وخت کښي د معلوماتو د پلاس راوړلو ډير امکانات موجود دي ، خو په همدغه اندازه د هغه د تحريفولو امکانات هم موجود دي. تر ټولو د مخه د انترنيټ لخوا ډير سياسي جروبحثونه او مناقشې رامنځ ته کيږی، چه په هغه کي ډير داسي کسان هم شامليږي، چه د ژورناليزم څخه معلومات نلري. او ځکه نو د حقيقت معلومول ناممکنه سوي دی.

په برلين کښي اوسيدونکی ايرانی ليکوال او ژورنالسټ بهمن نيرومند پر لويديزو رسنيو باندي د مسايلو د عمومي کولو تور لګوي . ده د اسلام څخه د يو مثال په حيث يادونه وکړه:

«ولي زه د مثال په ډول په مطبوعاتو کښي ډير زيات د تروريزم په باب خبرونه اورم؟ ولي د اسلامي هيوادو څخه يو خراب تصوير ورکول کيږي؟ او ولي زه په دغو هيوادو کي د هغو کسانو په باب چه د بشر د حقوقو په لاره کښي خپل ژوند دلاسه ورکوي ، ډير لږ اورم ؟»

نيرومند وويل چه طبعآ په لويديزو هيوادو کي د مطبوعاتو آزادي سته، خو په هغه کي اکثره رپوټونه يوطرفه دي. مثلآ د ايران سره داټومي شخړي موضوع د بشر دحقوقو مسايل بې اهميته کړيدي .

د افغانستان د ژورنالستانو د اتحاديې مشر رحيم الله سمندر هم عين نظر درلودۍ . مثلا غربي ژورنالستان يوازي د جنګ څخه رپوټ ورکوي ،او هغه هم د پوځي نکته نظر څخه . خصوصآ که دوی د عسکرو سره په ټانکونو او زره پوښونو کښي سپاره وي.

ده وويل:

«په دغو رپوټونوکښي د هغو مرستو څخه خبري نه کيږي چه لويديز هيوادونه يې په افغانستان کښي سرته رسوي . خصوصآ هغه برياليتوبونه چه په افغانستان کښي ددوی په کومک تر لاسه سوي دي . سړی داسي فکر کوي چه ګواکي افغانستان داسي يو مشکل هيواد دی ، چه د کامیابۍ پر خوا نسي تلای .»

د DW - آلمان ږغ د چين د خپرونی څخه شي مینګ اضافه کوي چه پر لويديزو رسنيو باندي به باور نور هم کم سي ، خصوصآ که مثلآ دوی د هغو ميتودونو څخه استفاده وکي چه په پخپله په دغو هيوادو کښي ورڅخه کار اخيستل کيږي.