1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړيوال سره صليب کلنی رپوټ

۱۳۸۹ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبه

د نړيوال سره صليب دسازمان په عقيده ، دڅو لسيزو پرله پسې شخړو او لانجو له امله انسانان ډیر سخت زوريدلی دي ،په تيره بيا دهغو نړيوالو شخړو او لانجو په بهير کی چي دڅو لسيزو راهيسي دوام لري

https://p.dw.com/p/NSYB
انځور: ullstein bild - Reuters

د هغو په بهير کي يي ډیر شمير انسانان رنځونه او سختی ګاللي او ګالي . دغي موضوع ته په ژنیو کی دنړيوال سره صليب کميټې په هغه کلني رپوټ کښي اشاره کړی چي پرون خپور شوی او په رپوټ کی دنړیوالي ټولني څخه ددې غوښتنه شوېده، چی بايد دغي موضوع ته جدی پاملرنه وکړی .

په دغه رپوټ کی دنړيوال سره صليب دکميټې مشر Jakob Kellenberger وايي چي « کومي نړیوالۍ لانجي او شخړي چي دڅولسيزو څخه په پرله پسې ډول سره دوام لری ، ناوړي اغيزي يې يواځی هغه څه ندي چي مونږ ييې هر ورځ په مطبوعاتو او خبري رسنیو کي لولو يا اورو، بلکي نوري ژوري اغيزي هم لري چي بايد هغو ته پاملرنه وسي . ددغو پروبلمونو او لانجو اساسي او بنسټيزه د حل لاربه دا وي چي دروانو نړيوالو لانجواو شخړو دپاره دحل اساسي لاري چاری ولټول شي . او تر څو چی ددغه لانجو او شخړودپاره دحل اساسي لاري چاری نوي موندل شوي ، نو هم دنړيوال سره صليب کميټې او هم نورو بشري مرستندويو ټولنو ته بله لار نه پاته کیږي، بيله دې چي دوی دروانو لانجو او شخړو په بهير کي خپلو انساني او بشري مرستو ته دوام ورکړي .»

Logo IKRK
انځور: Julius Kusuma

دروانو لانجو او شخړو دحل دپاره به په لمړي سرکی دحل يوه لار داوی چی دعامه افکارو پام دي ددغه لانجو ټولو اړخونو ته واړول شي .

په نړۍ کی دروانو لانجو او شخړو قربانيان دډیرو پیچلو فشارونو او پروبلمونو سره مخامخ دي، چي زیاتره دغه فشارونه او پروبلمونه دپرله پسي ناامنیو سره تړلی دي .

دلنډي مودې دپاره کيدای سی ، سړی دقربانيانو دپاره امنیتي شرايط برابر کړی ، ددوی دخوراک ، څښاک اړتیاو ته باملرنه وشي ، ددویزدرملنه وشی ، او نوري ورځنۍ اړتیاوي يې رفع شي . خو په اوږده موده کي نور پروبلمونه شته، چي له هغو څخه هم سترګي نسي پټيدلای . مثلاً دوامداره فقر او بيوزلي ، بي وزګاری ، دخوراکي موادو کمی ، دپوهني او روزني لږ امکانات ، په روغتيايی چارو کي کمی او داسي نور . بايد ددغه پروبلمونو دپاره هم دحل لاري چاري ولټول شي .

دمثال په ډول که سړی افغانستان ، عراق ، داسراييلو له خوا دفلسطين نیول سوي سيمو ، کولمبيا ، فلپاين ، سوماليا ، او سودان حالاتو ته پاملرنه وکړي ،نو ویني چي په دغه سیمو کی دجګړو او شخړو ناوړی اغيزي په اصطلا بې حسابه دي . او نړیوال مرستندويي ټولني بايد ددغه سیمو داوږدې مودې پربلمونو او لانجو ته هم پام راواړوي . دغه خبره دنړیوال سره صليب دکميټې مشر Kellenberger کوي .

دنړيوال سره صليب دکميټې کلنی لګښت په 2009 ميلادی کال کی يو ملیاردو سويسی فرانکو ته رسيده ، چي 710 ملیونه یورو کیږی . خو يو کال دمخه دغه لګښت يو عشاريه يو ملیارد سويسي فرانکه و .

دنړيوال سره صليب دکميټې فعاليتونه زياتره په افغانستان ، پاکستان ، عراق ، او سودان کي دوام لری چي په تير کال کي ددغي کميټي دلګښتونو دريمه برخه هم په نوموړي هیوادونو کي وه .

په 2009 ميلادي کال کي دنړیوال سره صليب دکميټې له خوا 88515 ټُنه خوراکي مواد په 2.2 مليونو وګړو باندي ويشل شوي ، خو په 2008 ميلادي کال کي د4 مليونو انسانانو سره دخوراکي موادو مرستي شوي وې .

dpa / فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري