1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړیوال جام د تمریناتی لوبو مهاویش اعلان شو

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آذر ۱۰, دوشنبه

د کرکیټ نړیوالې شوری د دوشنبې په ورځ د ۲۰۱۵م کال نړیوال جام تر مخه د تر سره کیدونکو تمریناتي لوبو مهال ویش اعلان کړ. تر نړیوال جام مخکې د ۱۴ هیوادونو لوبډلې لوبډلې دوې، دوې تمریناني لوبې تر سره کړي.

https://p.dw.com/p/1Dxif
انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Images

د کرکیټ نړیوالې شوری یا (ICC) د ۲۰۱۵م کال د نړیوال جام تر مخه د تمریناتي لوبو مهال ویش اعلان کړ. دغه لوبې به د ۲۰۱۵م کال د فبروۍ میاشتې له ۸مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې تر سره شي. د ۲۰۱۵م کال نړیوال جام لوبې او همداشان تمریناتي لوبې په آسترالیا او نیوزیلنډ کې تر سره کیږي.

افغانستان هم د ۲۰۱۵م کال نړیوال جام ته لار موندلې ده او د نړۍ له پیاوړو لوبډلو سره به سیالۍ وکړي. د نړیوال جام د سیالیو مهال ویش لا تر مخه اعلان شوی دی. د دغو سیالیو لومړۍ لوبه به د کوربه هیواد نیوزیلنډ او سریلانکا تر منځ په کریست چرچ کې تر سره شي او بله لوبه به د آسترالیا د میلبورن په ښار کې د آسترالیا او انگلستان د لوبډلو تر منځ وشي. د نړیوال جام سیالیو پای لوبه به هم د میلبورن په لوبغالې کې د مارچ میاشتې پر ۲۹ نېټه تر سره شي.

د نوې مهال ویش له مخې د فبروري میاشتې پر اتمه نېټه به لومړۍ لوبه د اېډلېډ، په ښار کې د کوربه هیواد آسترالیا او هند تر منځ تر سره شي.

همداشان د فبرورۍ د میاشتې پر نهمه نېټه به د جنوبي افریقا او سریلانکا، د نیوزیلنډ او زمبابوې تر منځ لوبې په نیوزیلنډ کې تر سره شي او په همدې ورځ به د انگلستان او هند او پاکستان او بنگله دیش د لوبډلو تر منځ سیالۍ د آسترالیا په سډني ښار کې وشي.

د فبروري میاشتې پر لسمه نېټه به افغانستان خپله لومړۍ لوبه له هند سره تر سره کړي. دغه سیالي د آسترالیا په ایډلیډ ښار کې تر سره کیږي. په همدې ورځ بله لوبه د آیرلنډ او سکاټلنډ تر منځ په سډني ښار کې تر سره کیږي.

افغانستان به خپله دوهمه لوبه د فبروري میاشتې پر ۱۳مه نېټه له متحده عربي آماراتو سره تر سره کړي. دغه لوبه د میلبورن په ښار کې تر سره کیږي.

اوس د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله په دوبۍ کې د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره تمریناتي سیالۍ تر سره کوي. په اصل کې څلور سیالۍ په پام کې نیول شوي دي چې تر اوسه یې دوه لوبې تر سره شوي دي. دغه دواړه لوبې د متحده عربي آماراتو لوبډلې گټلې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب