د نړۍ تر ټولو زوړ وگړی ۱۲۳ کلن شو
۱۳۹۲ مرداد ۲۷, یکشنبههغه وخت چې کارمیلو فلوریس لاورا نړۍ ته راغی نو په بولیویا هیواد کې د «زیږد د نیټې د ثبتولو سندونه» موجود نه ول. خو هغه اسناد چې دی یې په لاس کې لري ښيي چې د «اندیس» غرونو دغه اوسیدونکی د ۱۸۹۰ کال د جولای میاشتې په ۱۶ نیټه نړۍ ته راغلی دی.
فلوریس لاورا د اندیس غرونو په لمنه کې یو کور لري. که د دغه وگړي عمر تأیید شي نو هغه به د نړۍ د تر ټولو زوړ ژوندي وگړي په توگه د «جینس د ریکاردونو» په کتاب کې ثبت شي.
فلوریس لاورا لیک لوست نه شي کولای. هغه شپون دی چې په خپل اوږد عمر کې ډیر کم وخت له خپل کلي کوره لیرې شوی دی. د هغه ښځه لس کاله مخکې مړه شوه او له هماغه وخت راهیسې دغه ۱۲۳ کلن وگړی یوازې ژوند کوي.
فلوریس لاورا وايي چې د اوږد ژوند راز یې دا دی چې په خپل اوږد ژوند کې یې نه مکروني خوړلي او نه هم بوره. هغه وایي: «موږ یوازې هغه څه خوړل چې په دښتو کې موندل کیده.» هغه زیاتوي، کله چې یې ښځه ژوندۍ وه نو تل به یې هغې سره مرسته کوله: «ما تل له خپلې میرمنې سره په پخلي کې مرسته کوله. هیڅ وخت مې هم د تنبلي احساس نه دی کړی.»
۱۲۳ کلن فلوریس لاورا وایي چې اوس هم هره ورځ د اوږد وخت له پاره په پښو مزل وهي. هغه زیاتوي چې ټول ملگري یې مړه شوي دي: «هغوی مې ډیر یادیږي. زه په دې سیمه کې د خپل وخت یوازینی ژوندی کس یم.»
فلوریس لاورا ۱۶ لمسیان او ۳۹ کړوسیان لري. د هغه یوازې یو زوی ژوندی دی چې ۶۷ کاله عمر لري.