1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ دویم ستر الماس په ۱۷ میلیونه یورو وپلورل شو

۱۳۹۵ آبان ۲۶, چهارشنبه

دغه الماس چې په سویس کې بولۍ «لیلام» ته وړاندی شوی وو، د یو نامعلوم کس لخوا د تلیفون له لارې يوازې په درې نیمو دقیقو کې د ۱۶ میلیونو او ۹۰۰ زره یورو په بدل کې واخیستل شو. په نړۍ کې تر اوسه دغه دوهم قیمتي الماس دی.

https://p.dw.com/p/2Smv6
Juwelenauktion bei Christie's - Rosafarbener Diamant "The Pink"
انځور: picture-alliance/dpa/J.-C. Bott

په سویس کې د نړۍ یو بل تر ټولو ښکلی الماس د ۱۶ میلیونو او ۹۰۰ زره یورو په ارزښت وپلورل شو. د نړۍ دغه دویم ستر او ښکلي الماس د خرڅلاو بهیر یوازې په درې نیمو دقیقو کې پای ته ورسید.

یوه نا معلوم کس په سویس کې خرڅیدونکی دغه ۹/۱۴ قراطه الماس د تلیفون له لارې یوازې تر درې دقیقو وروسته په ۱۶ میلیونو او ۹۰۰ زره یورو واخیست.

دغه دوهم ځل دی چې یو الماس په خورا ډیرو پیسو پلورل کیږي. د نړۍ تر ټولو د ستر الماس وزن ۱۵/۳۸ قراطه دی او د روان کال د مې په میاشت کې د ۲۶ میلیونو او ۶۰۰ زره یورو په بدل کې وپلورل شو.

په ټوله نړۍ کې د بډایه کسانو ترمنځ د ښکلو او سترو الماس درلودل اوس ډیر شوی دی. خو په ورته وخت کې د قیمتي تیږو په بازار کې د ورته قیمتو تیږو عرضه له پخوا کمه شوې ده.

د الماس د خرڅلاو د دغه بولي «لیلام» یو تن چارواکي وویل چې په نړۍ کې اوس د الماسو تولید کم شوی دی او له همدې امله د دې قیمتې ډبرو قیمت تر پخوا ډیر لوړ شوی دی.

په دغه بولۍ «لیلام»  کې چې یاد الماس و پلورل شو، د خپل ځانګړي رنګ له امله یو له کمیابه الماسو څخه دی چې ډیر مینه وال لري. د نړۍ یوازې یو سلنه الماس دغه راز رنګ لري.

دغه الماس داسې قطع او جوړ شوی چې نور په ډیر ظرافت سره انعکاس کوي. د دغه الماس پخوانی مالک تراوسه پورې نا معلوم دی او د نوي اخیستونکی او مالک نوم هم تر اوسه نه دی بربنډ شوی.