1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ د اقليمي وضع د ښه کيدو لپاره د اروپايي ټولني هلي ځلي

۱۳۸۷ آذر ۲۰, چهارشنبه

د پولنډ لومړي وزير دونالد توسک او د آلمان لومړۍ وزيري مېرمن انګيلا ميرکل د اقليم ساتني په اړه دوه په دوه خبري کړي

https://p.dw.com/p/GD7V
په وارسا کي د آلمان لومړۍ وزيره ميرکل د پولنډ د لومړی وزير دونالد توسک سره
په وارسا کي د آلمان لومړۍ وزيره ميرکل د پولنډ د لومړی وزير دونالد توسک سرهانځور: AP

توماس راوتنبرگ راليکي، ميرکل او توسک وروسته له دوه پر دوه خبرو اترو څخه وويل، چې د دوی تر منځ صلاح مشورې پرته له هر ډول کړکېچ او ستونزي څخه رواني وې. خو د دواړو حکومتي مشرانو له بڼو څخه په ډاگه څرگندېده، چي حقيقت داسي نه وو، بلکي په تېره بيا د اورپايي ټولني لخوا ترتيب شوي اقليم ساتني پاکټ باندي د وارسا او برلين تر منځ د نظر ژور توپير شته دئ. دونالد توسک دا موضوع د خپل هېواد د پاره يوه کليدي پوښتنه وبلله، چي بايد اورپايي ټولنه د اقليم او هوا ساتني په برخه کي د راتلونکو صلاح مشورو په موقع، د ډبرو سکرو ته د پولنډ اړه ومني او وپېژني.

ده وويل:«پولنډ غواړي له يوې خوا د اورپايي ټولنې د اقليم ساتنې د پاکټ د موخو ټول مسئوليت پرغاړه واخلي. له بله پلوه موږ خپلو ملگرو ته څرگندوو، چې موږ په يوه ځانگړي حالت کې راگير يو. او په عمومي مفهوم سره هر هېواد خاص حالت لري. نو ځکه سړی بايد د اقليم ساتنې په دې پاکټ کې د حل يوه داسې لاره مونده کړي، چې د اورپايي ټولنې هېڅ کوم هېواد ته دردمنده نه وي.»

دونالد توسک خپلې غوښتنې طرح کړې او د هغه له مخې بايد د ډبرو پر سکرو پورې اړوندلرونکې د پولنډ برېښنايي صنايع، په راتلونکې کې د کاربن دای اکسايد د توليدولو په برخه کې ځانگړې اصول ولري. همدا ډول د آلمان لومړۍ وزيره ميرمن انگيلا ميرکل هم غواړي د خپل هېواد درانده صنايع له نوو بارونو څخه وژغوري - کوم څه چې برعکس دا مفهوم رسوي چې: د هواساتنې پر لويو هدفونو باندې به ولاړ وو، خو دې هدفونو ته د رسېدنې په منظور ښايي د صلاح مشورو لارې خلاصې وي.

په اروپا کي د بريښنا توليدونکي فابريکې
په اروپا کي د بريښنا توليدونکي فابريکېانځور: Picture-Alliance /dpa

ميرکل زياتوي:«زه يو ځل بيا د يادول غواړم، چې دلته خبره د هواساتنې د يوه لوی پاکټ ده. تر 2020 کاله پورې د کاربن دای اکسايد په سلو کې شل برخې کمونه او تر 2020 کاله پورې په سلو کې شل برخې نوې کېدونکې انرژي - په دې اړوند هېڅ کشاله نه شته. خو په يوه برخه يعنې د صنايعو په تصديق کولو کې سخت بحث راپورته شوی. دا نه ښايي چې پټه پاتې شي او زه غواړم يوځل بيا يادون وکړم، چې موږ د اورپايي ټولنې د يوه لوی گام په درشل کې ولاړ يو او بايد د هواساتنې په سياست کې هم مخکښ رول ولرو.»

ښکاري چې لومړۍ وزيرې انگيلا ميرکل په رنگارنگ احساس سره د توسک له حکومت څخه د فرانسې دا وړانديز منلۍ، چې له نوموړي هېواد سره د برېښنايي اتومي هټۍ په جوړولو کې مرسته وکړي. ميرکل وايي:«موږ گاونډيان يو او ځکه نو دا د اهميت وړ کار هم دئ، چې د برېښايي نوو فابريکو په جوړولو کې د آلمان په زيان سره کوم عمل سر ته ونه رسيږي.»

داسې ښکاري چې د پولنډ لومړی وزير دونالد توسک په بروکسل کي د اورپايي ټولني راتلونکې سرمشريزه غونډې ته ښه چمتو وي. ده له ميرکل سره په خپلو خبرو کې د هواساتني د پاکټ پر ضد له خپلي رايي څخه يادونه نه ده کړې.

توسک وايي:«توسک وايي: يوه رايه وروستۍ لانجمنه پرېکړه ده. له لومړۍ وزيرې سره د نننيو موافقو له مخې به زه په راتلونکې غونډه کې له با احتياطه خوشبينۍ څخه خبره کوم.»