1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ د غوره فوټبالرانو له مالیې څخه د تيښتې اسناد افشا شول

۱۳۹۵ آذر ۱۳, شنبه

په فوټبال لوبه کې ډیرې پیسې ښکته پورته کیږي. د تیرې مودې راهیسې د فوټبال د نړۍ د مشهورو لوبغاړو لکه میسې او رونالډو ترڅنګ په ګڼ شمیر نورو هم له مالیې څخه د تیښتې تورونه پورې شول او ځینې یې ان په زندان محکوم شوي دي.

https://p.dw.com/p/2TgAX
Fußballspieler Cristiano Ronaldo
انځور: Getty Images/AFP/F. Coffrini

په اروپا کې ګڼ شمیر رسنیو د جمعې په ورځ داسې رپوټونه خپاره کړل چې له مخې یې د نړۍ د غوره فوټبالرانو او د دوی د روزونکو لخوا له مالیې څخه د تیښتې پیښې ښکاروي. په دې لوبغاړو کې د ریال مادرید د لوبډلې فارورد یا د لمړۍ کرښې بریدکوونکی لوبغاړی کریستیانو رونالډو، د مانچیستر یونایتد د لوبډلې مدیر جوس مورینهو او د ارسنال لوبډلې د منځ لوبغاړی میسوت اوزیل هم شامل دي.

په آلمان کې اوونیزې مجلې ډير شپیګل او هسپانوي ورځپاڼې ایل مونډو له فوټبال لیکس ویبپاڼې څخه ترلاسه شوې داسې اسناد خپاره کړي دي چې له مخې یې دغې ویبپاڼې مخکې داسې ادعا کړې وه چې ګواګې د فوټبال د نړۍ لوبغاړو او د دوی روزونکو داسې کارونه کړي چې له ماليې څخه د تیښتې په معنی دي.

دغه ډله چې د اروپايي تحقیقاتو د همغږي په نامه یادیږي همدا راز ویلي دي چې دوی غواړي په راتلونکو ورځو او اونیو کې په دې هکله نور اسناد هم خپاره کړي.

د رونالډو او مورینهو استازي یورګ میدیس یوه اعلامیه خپره کړه او په دې اعلامیه کې یې د رونالډو او مورینهو لخوا د غیرقانوني کړنو خبره رد کړې. دغه اعلامیه وروسته له هغې خپره شوه چې په یوې هسپانیاېې ورځپاڼې کې د پنجشنبې په ورځ د د رونالډو په هکله د غیر قانوني کړنو رپوټ خپور شو.  اعلامیه زیاتوي: «کریستیانو رونالډو او جوسی مورینهو په انګلستان او هسپانیا کې له مالي قوانینو سره سم خپل کارونه مخته وړي. کریستیانو رونالډو او جوسی مورینهو د مالي جرمونو په هکله په هیڅ راز غیر قانوني کړنو کې لاس نه لري.»

د ۲۱مياشتو بند سزا

اعلامیې همدا راز زیاته کړې چې دوی به د رونالډو او مورینهو په هکله د ناسمو تورونو موضوع له قانوني لارې تعقیب کړي.

یادې هسپانوي ورځپاڼې په خپل رپوټ کې همدا راز ویلي دي چې د هسپانیا د مالیې د اداري چارواکي له یوې مودې راهیسې د میندیس چې د رونالډو او مورینهو استازی دی، ځینې مالي معاملې څیړي.

په دې وروستیو کې د هسپانیا ګڼ شمیر لوبغاړي لکه د بارسلونا مشهور لوبغاړی نیمار او لیونل میسي هم د دې هیواد د ماليې د چارواکو لخوا پوښتل شوي وو.

د روان کال په جولای میاشت کې له مالیې څخه د تیښتې په تور مسي او پلار یې په ۲۱ میاشتو بند محکوم شوي وو. که څه د هسپانیې د قانون په اساس که چیرته یو کس په لمړي ځل جرم ترسره کړي او بیا له دوو کلونو څخه د کم مودې د بند سزار ورکړل شي، نو زندان ته نه لیږل کیږي.

د بارسلونا مشهورې لوبډلې لوبغاړي نیمار او پلار یې په دې وروستیو کې په دوه کاله بند محکوم شول او د دې ترڅنګ باید دوی د فساد په تور ۱۰ اعشاریه ۶ میلیونه ډالر جریمه هم ادا کړي. په دوی تور دی چې په ۲۰۱۳م کال کې د برازیل له یوې لوبډلې سانتوز څخه د بارسلونا لوبډلې سره د یوځای کیدو په وخت کې دوی غیرقانوي کار کړی دی. نیمار او پلار یې دغه تورونه رد کړي دي.

د روان کال په جون میاشت کې د بارسلونا لوبډلې وروسته له هغې چې د ماليې د چارواکو پروړاندې یې د لوبغاړو د پیسو په پلان کې تیروتنه ومنله، یادې ادارې ته ۵.۸ میلیونه ډالر د جریمې په توګه ورکړل.

د دې ترڅنګ تیره میاشت هسپانوي قاضیانو ویلي وو چې دوی د بارسلونا د پخواني بریدکونکي لوبغاړي سمیول ایتو له پاره د لس کاله بند د ورکړې هڅه کوي. په دې لوبغاړي تور دی چې د کاټالان د کلب له پاره د لوبیدو پرمهال یې ګڼ شمیر مالي جرمونه ترسره کړي دي.

روان کال همدې بارسلونا لوبډلې یو بل لوبغاړي جاویر ماشیرانو ته هم د مالیې په هکله د فساد په تور د یو کال له پاره د نه لوبیدو بندیز اعلان شو. د دې ترڅنګ د همدې لوبډلې بل دفاعي لوبغاړي ادریانو ته هم د ماليې د ورکړې په هکله سزا روکړل شوې ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (24.11.2014):