1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ د نفوس لوړیدل د ځوانو نجونو د روغتیا په بیه

جینت سوینک/ ب.ص.۱۳۹۵ تیر ۲۱, دوشنبه

د نړۍ پر نفوس په هره ثانیه کې ۲،۶ انسانان اضافه کیږي. خو دغه اضافه د ځوانو انجونو د روغتیا په بیه تمامیږي. په مخ پر ودې هیوادونو کې هره پنځمه نجلۍ د ۱۸ کالو عمر ته تر رسیدو د مخه مور کیږي.

https://p.dw.com/p/1JMx2
Zentralafrikanische Republik Mutter mit Baby
انځور: Getty Images/AFP/R. Kaze

سږ کال د نړۍ د نفوس د ورځ مهمه موضوع کم عمره له پامه غورځول شوې میندي دي.

د ملګرو ملتونو د نفوس د صندوق (UNFPA) په حواله اوسنی ۷،۳ میلیارډه نفوس به په راتلونکو ۱۵ کالو کې ۸،۵ ملیارډو او په ۲۱۰۰ م کال کې ۱۱،۲ میلیارډو ته ورسیږي.

خو د نجونو او ښځو د ژوند ښه شرایط دې ته تغیر ور کولای شي. له همدې امله دا ځل پر ځوانو ښځو او نجونو تمرکز کیږي. «پر ځوانو نجونو مصرف» دا ځل د نفوس د نړیوالې ورځې شعار دی چې د ډيرو مرستندویه ټولنو له خوا غوره شوی دی. دا سازمانونه هم د ځوانو نجونو د لیرلید ښه کولو ته د نفوس د زیاتوالي په مخنیوي کې د یوه مهم فکتور په سترګه ګوري.

د تحصیل پر ځای د اولادونو پالنه

په مخ پر ودې هیوادونو کې نفوس په ډيره چټکۍ سره زیاتیږي چې وجه یې پر نورو سربیره نا غوښتل شوي میندوارۍ دي.

د نړۍ د نفوس د موسسې مشره ریناته بیر، وایي: «مخ پر ودې هیوادونو کې هر کال شا او خوا ۷۴ میلیونه نجونې او ښځې په داسې حال کې میندواره کیږي چې اصلاً کې د مور کیدو اراده نه لري. چې وجه په تیره بیا په دې برخه کې د پوهاوي او د کورنۍ د تنظیم موادو ته نه لاس رسۍ دی.»

نوموړې زیاتوي د ۲۲۰ میلیونه زیاتې ښځې او نجونې که څه هم نه غواړي حمل واخلي، د میندوارۍ څخه مخنیوی نه شي کولی. د دې اصلي لاملونه د مساوي حقونو نه شتون، د تعلیم د چانسونو کمووالی او د جنسي پوهاوي او د میندوارۍ د مخنیوي د امکاناتو کمښت دی.

د کورنۍ د تنظیم نه شتون

د نړۍ د نفوس د موسسې څخه لوني موسګ، وايي: «په تیره بیا ځوانې نجونې لا په جسمي توګه دې ته چمتو نه وي چې د میندوارۍ موده له ستونزو پرته سرته ورسوي.»

په مخ پر ودې هیوادونو کې د حامله دارۍ او زیږدون پر وخت د ستونزو له امله د ۱۵ او ۱۹ کالو ترمنځ ښځو او نجونو د مړینې کچه ډیره لوړه ده.

د ملګرو ملتونو شمیرې ښيي چې که چیرې تر ۲۱۰۰م کاله پورې یوه ښځه په منظمه توګه په اوسط ډول ۲،۵ ماشومان وزیږوي نو د روانې پیړۍ پای پورې به د نړۍ نفوس ۲۶ میلیارډو ته ورسیږي.

پر نجونو زیات لګښت

د پراختیايي کارپوهانو له نظره ډیره مهمه ده چې د ښوونې او روزنې او عامه پوهاوي په برخه کې زیاته پانګه اچونه وشي. د نړۍ د نفوس د موسسې څخه لوني موسګ، وايي: «په تعلیم سنبالې ښځې او نجونې د خپل برخلیک د ټاکنې او په خپله خوښه د کورنۍ د تنظیم حق ښه درکولای شي.»

سربیره پر دې د ښځو له پاره د کار په بازار کې ښه چانسونه د زیږیدنې د کچې د ټيټیدو په معنی ده.

مرستندویه سازمانونه د آلمان د حکومت څخه د داسې ډول پروژو له پاره د زیاتې بودجې غوښتنه کوي. د «Brot für die Welt» مرستندویه ټولنې مشره کورنیلیا فیولکروګ وایټڅل، وايي چې د ۲۰۱۷ م کال له پاره د آلمان د پراختیايي بودجې لوړوالې سم لوري ته یو پر ځای ګام دی خو دا په هیڅ صورت هم بسنه نه کوي.