1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ د کډوالو لویه برخه افغانان جوړوي

۱۳۹۱ خرداد ۲۹, دوشنبه

ملگرو ملتونو پخپل یوه نوي رپوټ کې د کډوالو او د زور پالنې په پایله کې د بې ځایه شوو کسانو په شمیر کې د ډیروالي خبر ورکړی دئ. دغه سازمان ویلي دي چې اوس هم په نړۍ کې د کډوالو زیات شمیر افغانان جوړوي.

https://p.dw.com/p/15H1B
انځور: picture alliance/Photoshot

د ملگرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادراې مشر د دوشنبې په ورځ پخپل رپوټ کې وویل چې په لیبیا، سوډان، سومالیه او په نورو هیوادونو کې کړکیچونو ۸۰۰ زره کسان کډې کولو ته اړ کړي دي. د دې رپوټ په حواله دا په تیرو یوولسو کلونو کې د کډوالو لوړه شمیره ښیي. یوازې په ۲۰۰۰م کال کې د کډوالو شمیر تر ۸۲۲ زرو تنو زیات وو.

د نوموړې ادارې مشر انتونیو گوټریس، خبریالانو ته په خپلو خبرو کې ویلي دي‎ چې نړیوال بیړنی سیستم هغه وخت کار ورکوي چې هغه پرمخ تللي هیوادونه چې د کړکیچ سیمو ته څیرمه پراته دي د خپل مسئولیت له مخې د کډوالو پر وړاندې خپلې پولې خلاصې پریږدي.

د ملگرو ملتونو د دغه رپوټ پر اساس په ۲۰۰۱م کال کې په ټولیزه توگه د هغو کسانو شمیر چې یا له خپلو هیوادونو څخه کډه کولو ته مجبور شوي دي او یا هم د هیواد دننه بې ځایه شوي دي شاوخوا ۴.۳ میلیونو ته رسیږي.

دغه رپوټ وړاندې کاږي چې په ۲۰۱۱م کال کې په مجموعي توگه د هغو کسانو شمیر۴۲.۵ میلیونه کسانو ته رسیږي چې کډوال شوي، د خپل هیواد دننه بې ځایه شوي دي او یا ئې هم د پناه غوښتولو عریضې تر څیړنې لاندې دي ، چې د ۲۰۱۰م کال په پرتله پکښې کموالی راغلی دئ. په ۲۰۱۰م کال د کډوالو، د هیواد دننه د بې ځایه شوو کسانو او د پناه غوښتونکو شمیر ۴۳.۷ میلیونه ته رسیده. د دغه کموالي لامل د هغه ۳.۲ میلیونو کسانو بیرته ځای پر ځای کیدل ښوول شوي دي چې د خپلو هیوادونو دننه بیرته خپلو کورونو ته ورستانه شوي دي.

په نړۍ کې د کډوالو ډیر شمیر افغانان جوړوي. د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې چې د کډه شوو افغانان شمیر ئې ثبت کړی دئ وایي چې دغه شمیر ۲.۷ میلیونو کسانو ته رسیږي. تر افغانستان وروسته په ترتیب سره عراق ۱.۴ میلیونه، سومالیه ۱.۱ میلیون، سوډان ۵۰۰ زره او د کانگو جمهوریت ۴۹۱ زره تنه کډوال لري.

د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې په وینا د نړۍ څلور پنځمه برخه کډوال گاونډیو هیوادونو ته کډه کوي. په دغه کتار کې پاکستان ۱.۷ میلیونه کډوالو ته د ځای ورکولو له امله په نړۍ کې د ډیر شمیر کډوالو د منلو له کبله لومړی ځای لري. په همدې ترتیب ایران ۸۸۶۵۰۰ ،کینیا ۵۶۶۵۰۰ او د چاد هیواد ۳۶۶۵۰۰ کډوال لري. د پرمخ تللو صنعتي هیوادونو په ډله کې المان د ۵۷۱۷۰۰ کډوالو په لرلو سره لومړی ځای لري.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش