1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ ستر صنعتي نندارتون پرانيستل سو

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ فروردین ۱۹, دوشنبه

د آلمان صدراعظمي انگيلا ميرکل د روسيې له جمهور رئيس ولاديمير پوتين سره د آلمان د هانوور په ښار کي د نړۍ ستر صنعتي نندارتون پرانيست. خو په روسيه کي د آلماني بنسټونو تلاشۍ د پوتين پر سفر سيور غوړولی دئ.

https://p.dw.com/p/18BTa
German Chancellor Angela Merkel welcomes Russian President Vladimir Putin for the opening of the Hannover Fair at the Congress Center in Hannover, Germany, Sunday April 7,2013. (AP Photo/Frank Augstein)
Demo Putin Besuch in Hannoverانځور: picture-alliance/AP

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين غواړي چي د هانوور په صنعتي نندارتون کي د آلمان او روسيې اقتصادي اړيکي پراخي سي. هغه د نندارتون د پرانيستلو په وينا کي وويل :«د نړۍ او اروپا اقتصاد له بده مرغه اوس هم خراب دئ.»

هغه زياته کړه چي د دواړو هيوادونو تر منځ د راکړي ورکړي تقويه ډيره مهمه ده. «زه ډاډه يم چي روسيه د همکارۍ له پاره يوه قوی انگېزه ده.» ولاديمير پوتين د وينا په پای کي وويل، چي هیواد به ئې «د متقابلي راکړي ورکړي» له پاره پرانيستی وي.

روسيه سږکال د صنعتي نندارتون شريک هيواد دئ. دغه نندارن چي د اپريل د مياشتي له ۸ څخه تر ۱۲ پوري پرانيستل سو د ماشين جوړولو د اساسي برخو او اليکترو تخنيک په برخه کي په زرونو نوآورۍ نندارې ته وړاندي سوي دي.

د سږکال په نندارتون کي د نړۍ د ۶۲ هيوادونو ۶۵۰۰ غرفې پرانيستل سوي دي. د سږکال په نندارتون کي گډون په تيرو لسو کلونو کي بېساری دئ.

د روسيې له پار دا له هيواد څخه دباندي تر ټولو ستر صنعتي نندارتون دئ. تقريبا ۱۶۰ روسي شرکتونو خپل محصولات په دغه نندارتون کي نندارې ته وړاندي کړي دي.

د آلمان او روسيې تر منځ په تير کال کي د ۸۰،۵ ميلياردو ډالرو په ارښت راکړه وکړه سوې وه، چي دا د هغه بل کال په پرتله ۶،۹ سلنه لوړوالی ښيي.

روسيې په آلمان کي ۸ ميليارده پانگونه کړې ده خو آلمان بيا په روسيه کي ۲۸ ميليارده پانگونه کړې ده.

دآلمان لومړۍ وزيري انگيلا ميرکل په روسيه کي د يوې خلاصي ټولني غوښتونکې ده. هغې وويل چي دا په راتلونکې کي د اقتصادي رونق يو لازم شرط دئ. «موږ په دې باور يو چي يو موفق وخت هغه مهال دئ، چي يوه فعاله مدني ټولنه ولرو.»

ميرکل په لومړی ځل په روسيه کي سياسي پيښو ته چي په هغه کي د آلمان د ملکي بنسټونو تلاښۍ هم شاملي دي اشاره وکړه.

د آلمان صدراعظمي وويل: «موږ بايد دغه بحثو ته ادامه ورکړو، متقابلو تمو ته پراختيا ورکړو او هم هغه غير دولتي ټولنو ته او هغو بنسټونو ته چي موږ ئې له آلمان څخه د نوآورۍ د ماشينونو په شان پيژنو په روسيه کي يوه ښه چانس ورکړو.»