د نړۍ لنډ او مهم خبرونه په متن او آنځور کې
د نړۍ لنډ او مهم خبرونه په متن او آنځور کې
عراقي پوځ: د تلعفر مرکز مو نیولی
د عراق پوځ د خپلو معلوماتو له مخې د تلعفر په نامه مهمې سیمي مرکز یې د اسلامي دولت یا داعش ترهګرې ډلې له منګولو آزاد کړی دی او د عراق پوځ په دې سیمه کې د خپل هیواد بیرغ پورته کړی دی. د عراق د پوځ د معلوماتو له مخې اوس هم د داعش د جګړه مارو له خوا مقاوت کیږي، په ځانګړې توګه د تلعفر په شمالي څنډه کې.
د امریکا په تیګزاس کط د شدید توپان له امله بیړنی حالت
د امریکا متحده ایالاتو په تیګزاس او لویزیانا ایالتونو کې زرګونه کسان د «هاروي» په نامه د یوه خطرناک توپان له امله نورو خوندي ځایونو ته انتقال شوي. د دغه توپان سرعت ۲۰۹ کیلومتره په یوه ساعت کې ښوول شوی دی. امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د دې توپان له امله په تیګزاس ایالت کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
په بارسلوناک کې د ترهګرۍ خلاف پراخ لاریون
د هسپانیې د بارسلونا او کمبریلز تر غبرګو ترهګریزو بریدونو نهه ورځې وروسته اوس سلګونه زره کسان غواړي چې نن د شنبې په ورځ د ترهګرۍ او تاوتریخوالي پر ضد لاریون وکړي. د هسپانیا لومړي وزیر ماریانو راخوي د خپل هیواد ټول اتباع په دې لاریون کې برخه اخیستلو له پاره رابللي دي. تر دې وړاندې د جمعې په شپه د کمبریلز په تفریحي سیمه کې له ۱۶ زرو څخه ډیرو کسانو هم د ترهګرۍ پر ضد ورته لاریون کړی وو.
په بلجیم او لندن کې پر پولیسو بریدونه
د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د یوه ۳۰ کلن کس لخوا په یوه سرتیري د چړې په واسطه برید شوی چې بیا د وروسته د پولیسو په ډزو کې سخت ټپي شوی دی. له لندن څخه هم رسیدلې رپوټونه وايي چې د چاړې تر دې برید وروسته یو ورته برید ترسره شوی دی. د لندن د بکینګهام ودانۍ ته څیرمه پولیسو تر برید کولو وروسته یو کس نیولی دی.