د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
ګابريل: په آلمان کې د ترکيې انتخاباتي مبارزو ته دقيق مقررات پکار دي
د آلمان د بهرنيو چارو وزير، زيګمار ګابريل، له دې څخه خبرداری ورکړی دی چې له ترکيې سره لانجه لا پسې تنده کړل شي. د «بيلد آم زونتاګ» ورځپاڼې له پاره په يوه مضمون کې يې وليکل: «موږ بايد د خپلو هېوادونو تر منځ د دوستۍ بنياد خراب نه کړو.» د بهرنيو چارو وزير په عمومي ډول په آلمان کې د ترکي سياستوالو د انتخاباتي مبارزو په غرض د غونډو مخالفت ونه کړ، خو څرګند شرطونه يې ورته وضع کړل.
دېميزير په سرحدونو کې د عمومي تلاشيو پلويتوب وکړ
د آلمان د کورنيو چارو وزير، توماس دېميزير، له آيالتونو څخه غوښتي دي چې د مجرمينو او قاچاقبرانو په وړاندې د مبارزې له پاره دې له غير مشخصو پلټنو څخه کار واخلي. دغه ډول پلټنې د ده په خبره د غير قانوني کډوالۍ، د سرحدونو په اوږدو د جرمونو او د قاچاقبرانو د انسان ضد تجارت په وړاندې يوه بريالۍ او سابقه داره وسيله ده. دغه خبره دېميزير د «بيلد ام زونتاګ» ورځپاڼې ته وکړه.
يوجل: «يوازيتوب ځان ته يو ډول شکنجه ده»
په ترکيه کې د «وېلټ» ورځپاڼې نيول شوي ژورناليست، دېنيس يوجل، د يوه پيغام د لارې له زندان څخه د بند د شرايطو په اړه څرګندونوې کړې دي. دغه ۴۳ کلن خبريال د يوه ليکلي پيغام د لارې د خپلې ورځپاڼې ادارې ته ويلي دي چې «زما سره ښه سلوک کيږي. خو يوازيتوب خپله يو ډول شکنجه ده.» ورځپاڼې دغه پيغام د انترنېټ په ګڼه کې خپور کړی دی.
د آلماني بادي کښتۍ چلونکي مړی وموندل شو
تقريبا يوه اوونۍ مخکې د فيليپين د تندلارې اسلامپالې، ابو سياف ډلې، له خوا د هغه د سر تر پرې کولو وروسته د يوه آلماني د بادي کښتۍ د چلونکي مړی موندل شوی دی. عکسرو د پوځ په خبره د هغه مړی د ابو سياف تر کنترول لاندې، سولو نومې سيمه کې موندلی دی. چارواکي اوس آلمان ته د هغه د مړي انتقال ته چمتووالی نيسي. د آلمان حکومت تائيد کړې وه چې يرغمل شوی ۷۰ کلن دغه آلمانی «په بربري ډول قتل» شوی دی.
ملګري ملتونه: ملکيان د موصل له لويديځ څخه وتښتېدل
عراقي حکومتي ځواکونه د «اسلامي دولت» په نوم د جهادي ډلې په وړاندې د موصل ښار په لويديځ کې عمليات کوي. يوه عراقي قوماندان وويل چې دا تر ټولو سخت جنګونه دي له هغه وخت راهيسې چې دغه تعرضي عمليات پيل شوي دي. په اړونده ناحيه کې د والي مقر او د نينيوې د ولايت نورې مهمې ودانۍ هم پرتې دي. عراقي ځواکونو دوه اوونۍ مخکې عمليات پيل کړي ول څو داعش د موصل له لويديځ څخه وشړي.
د پولنډ حکومت د توسک په وړاندې ودرېد
د پولنډ ملي محافظه کار حکومت په رسمي ډول د اروپايي اتحاديې د شورا د رئيس، دونالد توسک، د دويمې دورې په وړاندې درېدلی دی. د هغه پر ځای د اروپايي چارو پولنډی استازی، ياڅک ساريوش ولسکي، د دغې چوکۍ له پاره نومول شوی دی. نوموړی ۶۸ اقتصادپوه د توسک په څېر د يوه مخالف ګوند، يعنې د وګړو د پلېټ فارم «پي او» غړی دی. ساريوش ولسکي د ۲۰۰۴ کال راپه دې خوا د اروپايي اتحاديې په پارلمان کې غړيتوب لري.
چين ځان ته د ۶،۵ فيصده اقتصادي ودې هدف ټاکلی دی
چين ځان ته سږ کال يوازې د ۶،۵ فيصده اقتصادي ودې هدف ټاکلی دی. حکومتي مشر، لي کېچيانګ، دغه هدف د چين د خلکو د ملي کانګرې د کلنۍ غونډې په پيل کې ياد کړ چې د اوو فيصدو مخکينی هدف يې په دې ترتيب راټيټ کړ. هغه دا هم وويل چې د فولادو او سکرو په صنعت کې بايد اضافي ظرفيتونه راکم کړل شي. دا ژمنه يې هم وکړه چې د پانګونې له پاره بايد شرايط ښه کړل شي.