د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
تریسا مې ښايي د بریتانیا نوی لومړۍ وزیره شي
د بریتانیا د محافظه پال ګوند د کورنیو چارو وزیره تریسا مې ښايي د دغه هیواد نوې لومړۍ وزیره او د برحاله صدراعظم ډیوډ کامرون ځای ناستې شي. د نوموړې سیالې اندریا لیدسم سیالي پریښې ده. لیدسم وویل د یوه قوي او باثباته حکومت له پاره کافي ملاتړ نه لري. په دې توګه مې د دغه محافظه پال ګوند د مشرۍ څوکۍ د سیالۍ او همدا راز د لومړي وزیر د څوکۍ یوازینې کاندیده شوه.
په حلب کې په زرونو انسانان بند پاتی دی
د سوریې په حلب کې د بشار الاسد د ځواکونو او د یاغیانو ترمنځ سختې نښتې شوي دي. د رسنیو د رپوټونو په حواله یاغیانو د حکومتي ځواکونو تر ولکې لاندې سیمه کې ستر یرغل پيل کړې دی. د پوځ جټ الوتکو بیا د یاغیانو پر سیمو هوايي بریدونه ترسره کړي. د دې د مخه پوځ توانیدلی وو چې د یاغیانو وورستۍ اکمالاتي لار عملاً پرې کړي. دا یوازنۍ لار وه چې په حلب کې بندو پاتو ملکي وګړو ته پرې هم خوراکي توکي رسول کیدلای شول.
د جنوبي سوډان په پلازمینه کې نښتې دوام لري
د نړیوالو پر سختو احتجاجونو سربیره هم د جنوبي سوډان په پلازمینه جوبا کې نښتې رواني دي. د ملګرو ملتونو د «میرایا» په نوم راډيو په حواله اوس هم په ښار کې ډزې اوریدل کیږي. د جنوبي سوډان د یوې راډیويي شبکې له خوا په خپاره شوي انځور کې د ملګرو ملتونو د مقر سره نژدې لوګي لیدل کیږي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا یکشنبې په ورځ د حکومتي ځواکونو او د یاغیانو د پخواني مشر څخه سمدستي د نښتو د درولو غوښتنه کړې.
شمالي کوریا د امریکا او جنوبي کوریا ترمنځ د دافع هوا سسټم پر توافق سخت غبرګون ښوولی
په جنوبي کوریا کې د امریکا د دافع هوا سسټم د نصبولو پر توافق د شمالي کوریا پوځ د غچ اخیستنې ګواښ کړی. زیاته شوې چې د دغه هیواد پوځ پخه اراده لري چې د یوه بې رحمه ګوزار له لارې جنوب د اور او ایرو پر سمندر بدل کړي. د «کې سي این ای» دولتي خبري آژانس د پوځي کړیو په حواله ویلي چې شمالي کوریا به ډیر ژر د هغه وروسته چې د راکتونو د سسټم د نصبولو وخت او ځای معلوم شي، پر «متقابل» عمل لاس پورې کړي.
د امریکا د فاع وزیر په عراق کې د داعش پر ضد جکړې په اړه سلامشورې کوي
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر اشتون کارتر د افراطي ډلې داعش یا «اسلامي دولت» پر ضد مبارزې په اړه د سلامشورو په موخه عراق ته سفر کړی. نوموړي خبریالانو ته وویل چې دی به د لومړي وزیر حیدر العبادي سره د موصل د بیرته نیولو د پلان پر سر هم خبرې اترې وکړي. موصل د عراق وروستی ښار دی چې لا د دې ډلې په ولکه دی. د داعش یا «اسلامي دولت» ډله دغلته د شاتګ او د سیمو د لاسه د ورکولو په حال کې ده.
وینزویلا د کولمبیا سره خپل سرحد په موقتي توګه پرانیستی
يه اقتصادي توګه ځپل شوي هیواد وینزویلا د کابو یوه کال راهیسې په لومړي ځل د کولمبیا سره خپل سرحد په موقتي توګه پرانیستی دی. د وینزویلا په زرونو وګړو کولمبیا ته د هغه خوراکي توکو او درملو د رانیولو په موخه سفر وکړ چې په خپل هیواد کې یې نه موندل کیږي.په دې وروستیو کې د تیلو په بیو کې ډیر ټيټوالي دا هیواد د اقتصادي بحران سره مخ کړ چې له امله یې د اړینو خوراکي توکو او درملو کمښت رامنځته شوې وو.